د ایران دولتي میډيا خبر ورکړی چې د ایران د سیستان اؤ بلوچستان د قول اردو یا سراوارن کور مرستیال کمانډر کرنل حسین علي جاودان فر په یو ترهګریز برید کې وژل شوی دی.
د چهارشنبې په ماسخوتن د ایران دولتي خبري شبکې ایرنا پخپل رپورټ کې ویلي ، کرنل حسین علي جاودان فر له یو انتظامي مشن څخه د بېرته ستنېدو په حال کې ؤ چې د ایران په خاش - زاهدان سړک د هغه په موټر وسله والو برید وکړو اؤ هغه یې ووژلو.
رپورټونه وایي چې دې برید کې د کرنل حسین علي جاودان فر دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د جیش العدل په نوم وسله والې ډلې د ایران ددغه لوړ پوړي پوځي مشر د وژنې ذمه واري پغاړه اخستې ده.
کرنل جاودان فر د ایران د سپاه پاسداران د فرهنګي کارپوهانو له ډلې یو مهم شخصیت ګڼل کېدو اؤ ایرنا خبري اژانس ویلي چې هغه د فرهنګي فعالیتونو په لړ کې د سراوان ښار ته په سفر تللی ؤ چې د واپسې پرمهال په ترهګریز برید کې وژل شوی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس وایي چې د هغه په وژنه کې د ککړو کسانو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې روانې دي.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د نهې یا سې شنبې په شپه د ایران د انقلابي ګارډ لخوا د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ایران د حکومت په یوې مخالفې ډلې جېش العدل باندې د راکټونو او ډرون بریدونه وکړی شول.
د ایران لخوا په پاکستان کې د جېش العدل پرضد دغه برید په داسې وخت کې شوی چې تهران همدارنګه په عراق او سوریې کې هم د هغوی په وینا "د ایران ضد ترهګرو ډلو" پرضد بریدونه کړي دي.
پاکستان پخپله خاوره د ایران لخوا شوی دا برید په کلکو ټکو غندلی د ایران سره یې خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړي اؤ ایران ته یې د سختو نتیجو خبرداری ورکړی دی.
پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي وو چې "پاکستان دا حق لري چې دې غیر قانوني اقدام ته ځواب ورکړي. چې د پایلو مسولیت به یې د ایران په اوږو وي."
هغې دا هم ویلي وو چې په دغه برید کې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
Forum