لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام د اسرایل میزایلي حمله کې  د ایران پینځه مهم کمانډران وژل شوي


د سوریې یا شام په پلازمینه دمشق کې د شنبې په ورځ د ایران په پوځي هدف باندې د اسرایلو په ښکاره برید کې د تهران د قدس ځواکونو لږ تر لږه پنځه جګپوړي کمانډران وژل شوي دي.

د میډيا رپورټونه وایي چې برید د استوګنې په یوه ودانۍ شوی چې له امله یې دغه وداني نړېدلې ده .

د سوریې ټلویزیون وښودله چې یو کرین هڅه کوي چې له ړنګې شوې ودانۍ څخه مړي راوباسي.

د رایټرز خبري اژانس د راپور له مخې امنیتي سرچینو ویلي چې د اسرایلو په توغندیز برید کې د سپاه پاسداران د معلوماتي څانګې د مشر په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسرایلو په" بزدلانه برید" کې زموږ پنځه پوځي سلاکاران وژل شوي، خو د وژل شویو جنګیالیو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ایران د دولتي ټلویزیون په وینا، اسرایلو د سوریې په پلازمینه کې د ایراني سلاکارانو وداني په نښه کړې ده.ایران دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا د سیمې د بې ثباته کولو هڅه ده او ایران حق لري چې په مناسب وخت او ځای کې د صهیونی حکومت له خوا منظمې ترهګرۍ ته ځواب ووایي.

د اسرایلو په برید کې دغه وداني په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د سوریې د دولتي رسنیو د راپور له مخې، اسرایلي الوتکو په دمشق کې یوه وداني په نښه کړې او د سوریې هوايي دفاعي سیسټم څو توغندي ویشتلي دي.

(دې رپورټ کې ځینې مواد د رایټرز نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG