د امریکې صدر جوبایډن دا نظر رد کړ چې ګواکې د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو په مشرۍ د یوه ښي لاسي حکومت په مشرۍ د یوه فلسطیني ریاست جوړول امکان نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د اسرايلي وزیراعظم نیتن یاهو سره تر ټيلېفوني خبرو څو ساعته وروسته وکړې.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه په دې باور دی چې "د دوه ریاستي هواري څو بڼې یا قسمونه دي " او دا چې نیتن یاهو ممکن د ددې څخه په یوه باندې کار کولو ته رضا کېدای شي.
هغه وويل، ډېر داسې هېوادونه شته چې د ملګرو ملتونو غړي دي، خپل پوځ نه لري او ډېر هېوادونه شته چې محدود دي.
د امریکا صدر د اسرایل او فلسطین د شخړې د هواري په اړه وویل چې فکر کوي داسې لارې شته چې هغه باید عملي شي.
امریکا غزه کې له روانې جګړې وروسته د راتلونکي لپاره سفارتي هلې ځلې کوي چې په هغې کې د اسرایل اؤ فلسطین د شخړې دوه ریاستي هواری هم شامل دی.
د صدر باییډن دا تازه بیان د غزې د مستقبل په اړه نیتن یاهو سره تر اوسه د شوؤ خبرو اترو لړ کې تر ټولو زیات تفصیل په ډاګه کوي.
د اسرایل اؤ حماس د جګړې له امله منځنی ختیځ یوه خطرناکه سیمه جوړه شوې ده چرته چې د اسرایل په حملو کې د غزې د صحت د وزارت له مخې د 24 زرو نه زیات خلک وژل شوي اؤ په دغو وژلو شوؤ کسانو کې زیاته شمیره د ښځو اؤ ماشومانو ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې وه چې پکې لږ تر لږه 1200 کسان وژل شوي وؤ اؤ خواوشا 240 نور حماس د ځان سره یرغمال کړي وؤ چې وروسته یې له دغو یرغمال کړل شوؤ کسانو نه نزدې سل کسان د یوې اوونۍ د اوربند په مهال خوشې کړي وؤ.
د اسرایل وزیراعظم د زیارت په ورځ د فلسطیني ریاست د جوړښت په اړه د واشنګټن د ملاتړ مخالفت کړی ؤ چې په هغې څو امریکایي ډیمو کریټک قانون سازانو نیوکې کړې وې.
Forum