فاروق فراق/ عدنان بیټنی
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی اؤ په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر میر کلام وزیر اؤ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر فعالان د بنو پولیسو نیولي اؤ زندان ته یې لیږلي دي.
د شمالي وزیرستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ کوارډینیټر ډاکټر حیات وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي چې میر کلام وزیر اؤ د پي ټي ایم نور لس فعالان پرون د خالي په ورځ هغه مهال پولیسو نیولي کله چې دوي د پي ټي ایم د دوؤ بندي غړي عید رحمان اؤ زکیم مداخیل د زندان نه د خوشې کېدو په مهال د هغوي د هرکلي لپاره د زندان مخې ته ورغلي وؤ.
د میرکلام وزیر وکیل ښاغلي شعیب سدوزي ډیوه ته ویلي په میرکلام وزیر اؤ دهغه سره په نیول شوؤ نورو فعالانو د ملکي ادارو پرضد د کرکې خورولو د تورونو پر اساس مقدمې درج کړل شوې دي.
هغه وایي نن ټول نیول شوي فعالان په بنو کې د مجسټریټ عدالت ته وړاندې کړل شوي وؤ خو د اتوار د رخصتۍ له امله یې ضمانت ونه شو اؤ زندان ته ولیږلی شول.
شعیب سدوزی وایي چې د میرکلام وزیر اؤ نورو نیول شوؤ فعالانو د ضمانت لپاره به سبا سول عدالت ته عریضه کوي اؤ د نهې یا سه شنبې په ورځ به بیا په دغه عریضه اورېدنه کیږي.
میرکلام وزیر په د کال ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې د شمالي وزیرستان نه د صوبایي پارلیمان غړی منتخب شوی ؤ اؤ په راتلونکې اتمه فرورۍ کېدونکو ټاکنو کې هم هغه د پښتونخوا میپ په ټکټ صوبایي پارلیمان ته کاندید دی.
د میرکلام وزیر سره نورو نیول شوؤ کسانو کې د شمالي وزیرستان د دوکاندارانو د اتحادیې مشر ثناء الله ، وکيل هارون، فرمان وزير، قيصر وزير، حکمت وزير، ماتي وزير، صورت نعيم او ځيني نور شامل دي.
د بنو پولیسو لا د پي ټي اېم د غړو او میر کلام وزیر د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.
البته پولیسو په تېرو وختونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښو مشرانو او فعالانو د ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو، د امنیتي ځواکونو د بدنامولو او د ریاست پرضد د خلکو پارولو تورونه پورې کړي دي چې پي ټي اېم یې بې بنیاده بولي.
Forum