لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د افریقا څلورو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د افریقا له څلورو هېوادونو څخه د خپلې لیدنې په بهیر کې د کېپې وېردې له وزیر اعظم اولېسس کوریا اي سېلوا سره وویني.‌

د بلېنکن د سفر په پلان کې د دغه هېواد له بندري ښار پورتو دا پریا څخه لیدنه هم شامله ده چې چاته چې د امریکا د حکومت لخوا د عصري کولو د هڅو لپاره پیسې ورکړل شوي او دغه ډول د افریقايي هېوادونو د فوټبال کپ په سیالیو کې به د ایوري کوسټ او ایکواټوریل ګینې ترمنځ د سیالۍ لیدلو ته هم کښیني.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماتیو مېلر د بلېنکن له سفر څخه دمخه وویل، چې بلېنکن به د افریقا په بنیادي اډانو کې د امریکا په پانګونې باندې ټینګار وکړي چې په ترڅ کې به یې "دوه اړخیزه تجارت وده وکړي، کارونه به ورسره په کور او ټوله لویه وچه کې پيدا شي او له افریقا سره به مرسته وشي چې په نړیوال مارکېټ کې سیالي وکړي."

د افریقا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مولي في د بلېنکن له سفر څخه د مخه د کېپې وېردې ستاینه کړې وه او دغه هېواد یې د "یوې غوره ډېپلوماسۍ" په نامه یاد کړی و.

بلېنکن به په خپل دغه سفر کې له ایوري کوسټ، نایجریا او انګولا څخه لیدنه وکړي.‌

في وویل، په ایوري کوسټ کې به د بلېنکن په ایجندا کې د سیمې په امنیتي حالت باندې بحث کول هم شامل وي.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG