لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افراسیاب خټک: د ترهګرۍ په زور په ټاکنو کې د ملت پالو ډلو د ګټلو مخه نیول کېږي


پاکستان کې عامو انتخاباتو ته نزدې دوه اوونۍ پاتې دي خو د څيرونکو په وينا دا ځل د انتخاباتو کمپاينونه ساړه دي او د دې علت په هيواد کې روان سياسي عدم استحکام او انتخاباتو نه وړاندې د تشدد او د ناامنۍ پېښې بولي.

د ملي جمهوري غورځنګ غړی افراسياب خټک په دې اړه ډیوې ته وویل،

"دې ملک کې دهشتګردي هم د سياسي انجينېرنګ حصه ده۔ ما تير درې انتخابات کتلې دي. ۲۰۰۸م، ۲۰۱۳م، او ۲۰۱۸م او درې واړو کې د پښتنو په سيمو کې ملت پاله ډلې د ترهګرې په زور د انتخاباتو ګټلو نه لرې ساتل شوې وې، او هم دغه حالات اوس هم روان دي نو ځکه په انتخابي کمپاين کې هغه شان هلې ځلې نه ښکاري څنګه چې پخوا وې."

له ټاکنو نه وړاندې د پي ټي آي مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان زندان ته اچول شوی دی اؤ هم د هغه د ګوند څخه د پارټې دننه د انتخاباتو په قانوني توګه د نه کولو له کبله د بېټ انتخابي نښه بيرته اخستل شوې ده۔ خو بلخوا د پخواني وزير اعظم نواز شريف ګوند، مسلم ليګ او پاکستان پيپلز ګوند د هيواد په بيلا بيلو برخو کې په خلاص مټ انتخابي کمپاينونه کوي.

د سياسي چارو کارپوه او خبريال نصرت جاويد په دې اړه ډیوې ته وویل،

"سياسي انجينيرنګ د کال ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې هم شوې وه او که دا ځل بيا کيږي نو څه به وشي؟ دا څه نوې چل نه کيږي خو دا ځل يي موږ ډير احساسو. کال ۱۹۸۸م کې چې اسلامي جمهوريه اتحاد د بينظير بهټو د مخې نيولو لپاره جوړ شوې وو نو هغه څه وو؟"

په پاکستان کې د کېدونکو دې ټاکنو نه وړاندې د تشدد اؤ ناامنۍ پېښې هم چټکې شوې دي اؤ تېره اوونۍ شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره په ولاړ ازاد امیدوار کلیم الله نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې چې پکې هغه د خپلو دوؤ نورو ملګرو سره وژل شوی او تېره میاشت په سېنېټ کې انتخاباتو د ځنډولو دپاره درې قراردادونه هم وړاندې شوي وو.

د سياسي چارو ماهرين موجوده حالاتو ته په کتو اټکل کوي چې راتلونکې پارليمان به يو ځوړلند پارليمان وي او حکومت به هم کمزورې جوړيږي.

د ملي جمهوري غورځنګ غړی افرسياب خټک زیاتوي.

"د ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې دوي لاس وهنه او درغلي وکړه او ملک د عدم استحکام ښکار شو ۔ او که اوس هم دوي ګوتې ووهي او درغلي وکړي نو د انتخاباتو نتيجې به په ملک کې د استحکام په ځاې اړې ګړې پيدا کړي."

د الیکشن کمیشن اف پاکستان تر مخه په هيواد کې 17،500 پولينګ سټېشنې انتهايي حساسه ګرځول شوي.

په دې وروستیو ورځو کې په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز سېنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز په خپل رپورټ کې ويلي وو چې تېر کال په پاکستان کې د تشدد کچه د تېرو شپږو کلونو په پرتله لوړه وه، چې پکې د ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او وسله والو په ګډون ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG