لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي طالبانو په افغان ښځو له محرم پرته له کوره په وتلو بندیزونه پراخه کړي دي


ملګرو ملتونو د دوشنبې یا ګل په ورځ خپل یو رپورټ کې وویل چې طالبان د هغو افغان مېرمنو په دنده، سفر اؤ روغتیایي مرکزونو ته په تګ بندیزونه لګوي چې نا واده کړي وي یا بغیر له محرم سفر کوي.

رپورټ وایي د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف ونهې عن المنکر وزارت چارواکو یوې افغان نجلۍ ته چې واده یې نه دی کړی ، مشوره ورکړې چې که هغه غواړي د روغتیا په کوم مرکز کې دندې ته دوام ورکړي نو باید واده وکړي.

د ملګرو ملتونو دې درې میاشتنې رپورټ کې د تیر کال د اکتوبر نه تر دسمبر پورې مودې ته کتنه شوې ده،افغانستان کې د ملګرو ملتونو معاون مشن ویلي دي طالبان هغه نا واده کړې افغان ښځې نیسي چې د کوره بهر په سفر کې محرم نه لري.

رپورټ وایي ددې ترڅنګ طالبانو په ښځو د لباس پابندي هم لګولې ده اؤ د هغو‌میرمنو په نیونه یې پیل کړی دی چې د هغوي د تشریح سره سم د حجاب امر نه پرځای کوي.

افغانستان کې د سړو له سرپرستۍ په اړوند هیڅ دولتي قوانین وجود نه لري خو طالبانو ویلي دي چې ښځې له محرم پرته د یوې ټاکل شوې فاصلې نه اخوا سفر نه شي کولی.

نړیوله خبري شبکه ای پي خپل رپورټ کې وایي چې پکتیا ولایت کې د امر باالمعروف و نهي عن المنکر وزارت چارواکو د دسمبر میاشت کې ښځې له محرم پرته روغتیایي مرکزونو ته له تګ منعې کړې دي.

رپورټ وایي د یاد وزارت چارواکي ولسي ځایونو، دفترونواؤ تعلیمي ادراو ته تلونکې ښځې په امنیتي پوستو را ایساروي اؤ هغوي ته د حجاب کولو امر کوي.

د ملګرو ملتونو رپورټ کې ویل شوي چې په دسمبر کې په کندهار ولایت کې د امر بالمعروف وزارت چارواکو د دې خبرې باورې کولو لپاره دبسونو د یوې اډې څخه لیدنه کړې ده چې ښځې چرته تر اوږدې فاصلې پرته له محرم سفرونه ونه کړي اؤ هغوي د بسونو ډریوارانو ته ویلي دي چې پرته له محرم باید ښځې په ګاډو کې یو نه سي.

رپورټ وایي تېرې د اکتوبر میاشت کې د روغتیا پالتې درې ښځینه کارمندانې یوازې له دې امله نیول شوې وې چې هغوي له محرم پرته دندې ته روانې وې خو وایي دغه مېرمنې بیا وروسته له هغې خوشې کړل شوې چې د کورنیو غړو یې لیکلی ضمانت ورکړو چې هغوي به بیا له محرم پرته دندې ته نه ځي.

رپورټ زیاتوي چې طالبانو دحمل ضایع کولو په دوایانو اخستو هم ښځې نیولي دی.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبانو یو ځل بیا په زوره دافغانستان اقتدار ونیولو نو د هغې راپدیخوا یې په ښځو یو شمیر سخت بندیزونه لګولي دي.

دوي ښځې دفترونون،پارکونو، حمامونو، سینګار خونو اؤ تر شپږم ټولګي پورته تعلمي ادارو ته نه پریږدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو په دې تازه رپورټ خپل غبرګون کې ویلي چې دا رپورټ زیاتره په ناسم پوهاوي اډاڼه دی اؤ د ملګرو ملتونو مشن اسلامي قوانین، شریعت اؤ‌ افغاني کلتور په نظر کې نه دی نیولی.

پخپل یو بیان کې مجاهد ویلي دي چې اوس افغانستان کې یو اسلامي حکومت رامنځته شوی دی اؤ هغه به ارو مرو د سړو اؤ ښځو لپاره د شریعت ټول اوامر پځای کوي.

د طالبانو ویاند وایي د دې مطلب دی حجاب، د سړو سرپرستي اؤ ښځو د تعلم اؤ ملازمت په دوران کې د صنفي جلاوالي ضابطې پرځای کول.

(ددې رپورټ مواد ای پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG