لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب په ریاض کې ډپلوماټانو لپاره د شرابو لمړی دوکان پرانستل کیږي


د سعودي په پلازمینه ریاض کې د شرابو د لومړي دوکان یا پلورنځي د پرانستلو لپاره تیارۍ روانې دي چې دغه دوکان به په ځانګړي ډول غیر مسلمه دیپلوماټانو ته الکهول ورکوي.

له دې پروژې خبرې یوې سرچینې خبري شبکې رایټرز ته ویلي چې له دغه دوکانه شراب اخېستونکو ته به ځانونه د موبایل ایپ له لارې رجسټر کول وي اؤ له هغې وروسته به ورته د خارجه وزارت له لوري د اجات نامې په اړوند یو کوډ ورکول کیږي.

سرچینه وایي چې له دې دوکان نه د شرابو ترلاسه کولو لپاره به بهرني غیرمسلمه سفارتکاران میاشتنۍ کوټه ولري.

رایټرز ویلي چې د شرابو اخستل کیدو په اړوند دا دستاویز یا مکتوب یې پخپله لیدلی دی.

دا ګام د محمد بن سلمان د ويژن 2030م په نوم د پراختیا د پروژو یوه برخه ده چې مقصد یې د یو داسې معیشت بنیاد اېښودل دي چې هغه په تېلو اډاڼه نه وي .

رپورټ وایي چې دې سټور نه به شراب یوازې غیرمسلمه ترلاسه کولی شي اؤ په دې شرط به په سختۍ سره عمل کیږي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ دا ګام په هغو هڅو کې د خورا ارزښت وړ ګڼل کیږي چې ددې قدامت خوښي اسلامي هیواد پولې سېلګرۍ اؤ کاروبار لپاره پرانزي ځکه چې په اسلام کې د شرابو څښل حرام ګڼل کیږي.

مکتبوب کې ویل شوي چې د شرابو دا دوکان به د پلازمینې ریاض په هغه سیمه کې پرانستل کیږي چې پکې سفارتخانې دي اؤ ډپلوماټان پکې اوسیږي.

خو دا په ډاګه نه ده چې ایا سعودي عرب کې میشت نور غیرمسلمه کارمندان اؤ ملازمان به له دغه دوکانه شراب ترلاسه کولی شي که نه؟

په سعودي عرب کې په لکونو غیرمسلم میشت دي چې هغوي کې زیاتره د ایشیا اؤ مصر سره تړاؤ لري اؤ په دغه هیواد کې ملازمتونه یا خواري مزدوري کوي.

سعودي عرب کې د ا مهال د شرابو څښلو پرضد سخت قوانین نافذ دي چې هغې د شرابو په څښلو د کوړو یا دورو سزا، له ملکه شړل، جرمانه یا قید اؤ د غیرملکیانو له هیواده ویستل شامل دي.

په دغه هیواد کې د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه اوس د کوړو د سزا پځای زندان ته د اچولو سزا ورکول کیږي.

له دې پروژې خبرې یوې سرچینې ویلي هیله ده چې دا دوکان به راتلونکو اوونیو کې پرانستل شي.

دا مهال سعودي عرب کې شراب یوازې د سفارتي ډاک له لارې اؤ یا هم بیا د بلیک مارکیټ له لارې ترلاسه کیږي.

(ددې رپورټ مواد د رایټرز نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG