د روسیې یوه پوځي ټرانسپورټي الوتکه د اوکراین پولې ته څېرمه لوېدلې، چې مسکو یې د ویشتلو پړه پر کیف اچوي اؤ وايي چې په الوتکه کې سپاره ۷۴ کسان وژل شوي چې ۶۵ یې د اوکراین جنګي بندیان وؤ.
روس د خپلې دعوې په اړه هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی اؤ نه هم اوکراین په سمدستي توګه د دې پخلی یا تردید کړی دی.
د روسیې د بلګروډ سیمې څخه د چهارشنبې په ورځ په سوشل میډیا خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یوه واورینه کلیواله سیمه کې الوتکi غورځېږي اؤ بیا له ځمکې څخه د اور یوه شغله راپورته کیږي.
ایسوسي ایټډ پریس وایي دا پخلی یې نه دی کړی چې الوتکه کې څوک سپاره وؤ اؤ نه هم د دې پېښې اړوند نور جذیات مخې ته راغلي دي.
یو بیان کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي I 1-76 ترانسپورټی الوتکه کې 65 جنګي قیدیان، د عملې شپږ غړي اؤ روسي پوځ درې عسکر سپاره وؤ.
بیان کې ویل شوي چې روسي ریډار د اوکراین د خارکیو سیمې نه د ویشتل شوي دړه میزایل رانیولي چې پوله یې بېلګروډ سره لګیدلې ده.
د امریکې د قامي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي مونږ دا رپورټونه کتلي دي خو د پخلي جوګه یې نه یو.
یو بل امریکایي چارواکي ویلي دا په ډاګه نه ده چې ګنې په تباه شوې الوتکه کې په رښتیا هم د اوکراین جنګي بندیان سپاره وؤ.
د الوتکې له غورځېدو څو ساعته وروسته د اوکراین د وسله والو ځواکونو جنرل اسټاف پخپل یو خپور کړي بیان کې د الوتکې د پېښې هیڅ یادونه نه وه کړې .
دهغه بیان کې ویل شوي چې اوکراین د روس هغه پوځي ټرانسپورټي الوتکې په نخښه کوي چې مزایل پکې وړل کیږي.
د روس پوځ ویلي چې د اوکراین جنګي قیدیان سیمې ته د جنګي اسیرانو د تبادلې لپاره راوستل کیدل.
د اوکراین پوځي استخباراتو پخلی کړی دی چې د اسیرانو تبادله کېدونکې وه خو د هغه وینا ده چې داسې هیڅ اطلاع نه لري چې تباه شوې روسي الوتکه کې څوک سپاره وؤ.
د الوتکې د غورځېدو نه وړاندې د بېلګروډ ګورنر پخپل ټیلیګرام چینل ویلي وؤ چې سیمه کې د میزایلو خبرداری جاری کړل شوی دی.
د روسي صدر ولادیمیر پوټن ویاند ډیمټري پیسکوف تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي چې هغه د الوتکې ددې پېښې په اړوند هیڅ نه شي ویلی ځکه چې په دې هکله زیات معلومات نه لري خو وروسته هم بیا د کریملن له لوري په دې هکله هیڅ ونه ویل شول.
(ددې رپورټ مواد د ای پي څخه اخستل شوي دي)
Forum