په غزه کې د حماس چاوراکو ويلي، د اسرايل پوځ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د غزې په يو چوک/ څلور لارې کې برید کړی شل (۲۰) تنه یې وژلي او یو نیم سل (۱۵۰) نور یې ژوبل کړي دي، په داسې وخت کې چې فلسطينيان مرستو ته اړتيا لري.
د اسرايل پوځ ویلي، د دغه خبر پلټنې کوي.
د فلسطين د صحت چارواکو ويلي، په مينځنۍ غزه کې اسرايل د شپې په وخت د النصيرت کډوال کېمپ کې په کور ميزايل داغلی، شپږ تنه پکې وژل شوي دي.
او په فلسطين کې د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي تومس وايټ ویلي، د شورو په ورځ د خان يونس په مرکز کې د ملګرو ملتونو په روزنیز مرکز کې شوي بريد کې د وژل شوو شمېره دوولسو (۱۲) ته سېوا شوې او د یو سل او پنځه اویا (۱۷۵) نه زيات نور ژوبل شوي دي.
ملګرو ملتونو د دغه بريد تور نېغ په نېغه په اسرايل نه دی پورې کړی خو له دې وړاندې یې ويلي وو دغه مرکز په ټېنک په نخښه کړی شوی او په غزه کې ټېنکونه يواځې د اسرايل پوځ کاروي.
امریکې چې د اسرايل ملاتړ کوي، په غزه کې یې د ملګرو ملتونو په روزنيز مرکز بريد غندلی دی.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويدانت پټېل ويلي، د ملکي وګړو تحفظ پکار دی او د ملګرو ملتونو د سهولت ځایونو دې خونديتوب وشي.
د اسرایل پوځ ویلي، دغه بريد د الوتکې يا توپخانې د لارې شوې خو د دغه بريد پلټنې کوي. ويل شوي ښايي دغه ودانۍ حماس په راکټ ويشتي وي.
د اسرايل ټېنکونو په خان يونس کې د دوو روغتونونو نه چاپېره خواوشا سيمې ويشتي، او د دغه ځای څخه یې بې ځايه فلسطينيان مجبوره کړي چې پناه ځايونو ته لاړ شي. د اسرايل دغه بريدونه د هغو هڅو برخه ده چې وايي په غزه د حماس کنټرول ختم کړي.
په غزه کې د صحت چارواکو ويلي، له دغې وړاندې په يوه ورځ کې په خان يونس کې د اسرايل هوايي بمبارۍ کې يو کور په نخښه شوی د دوه ماشومانو په ګډون پنځوس (۵۰) تنه په کې وژل شوي وو.
ځايي خلکو ويلي، د اسرايل ځواکونه د ښار نه چاپېره شوي پرله پسې هوايي او ځمکني عملیات کوي.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، د اووم اکتوبر وروسته په غزه کې ۲۵۷۰۰ کسان وژل شوي او ۶۳۰۰۰ نور ژوبل شوي دي. په اووم اکتوبر حماس په اسرايل برید کړی ۱۲۰۰ اسرايليان يې وژلي او شاوخوا ۲۴۰ یې له ځانه سره یرغمل وړي وو.
رويټرز د زیارت په ورځ ویلي، امريکې د اسرايل سره رابطه کړې په غزه کې د ملکي وګړو په وژنه او ملکي ابادۍ په نخښه کولو به ورسره خبرې کوي.
ويل شوي دغه رابطه وروسته له هغې جوړه شوې چې د روانې مياشتې په سر کې د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د اسرايل د جګړې د کابينې سره ليدلي وو.
د صحت نړيوالې ادارې په غزه کې د جنګ بندۍ غږ کړی دی. د ادارې مشر ټېډرس اېډهېنم په جنېوا کې د صحت د نړيوالې ادارې د لوړ پوړو چارواکو غونډې ته په وينا کې ويلي، "جګړه حل نه راولي، نوره کرکه، زيات تکليف، ډېره تباهي راولي، راځئ چې د امن انتخاب وکړو او داسې مسله د سياسي لارې حل کړو".
امریکا او د مينځني ختيځ ځينې هېوادونه د دېرشو (۳۰) ورځو جنګ بندۍ هڅه کوي خو کوم تړون ته نه دي رسېدلي.
د رپورټونو ترمخه تمه کيږي چې د جمعې په ورځ نيدرلېنډ کې د ملګرو ملتونو عدالت په غزه کې د اسرايل د بريدونو ودرولو حکم وکړي، جنوبي افريقي نړيوال عدالت ته خواست کړی وو. خو اسرايل اکثره داسې حکمونه نه مني او نه ده معلومه چې دې ځل له به هم دغه پرېکړې ته احترام ولري.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum