لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې سېلابونه: صوبايي حکومت بېړني حالات اعلان کړل


د سوات په بحرېن کې سېلاب
د سوات په بحرېن کې سېلاب

د خېبرپښتونخوا حکومت د بارانونو او سېلابونو له امله د سېلګرۍ په سيمه سوات کې بېړني حالات اعلان کړه، د صوبايي حکومت په وېنا د بارانونو او سېلابونو له امله به بېړني حالات تر 30م اګست پورې وي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت په اعلاميه کې ويل شوي، د وزیراعلا په لارښوونه د سېلاب څخه اغېزمنو د مرستو دپاره به بېړني حالات د 30 اګست پورې په ځای وي.

په سوات کې بېړني حالات په داسې حال کې اعلان شوي چې په سيمه کې د تیزو بارانونو له امله د سوات سيند د کالام نه تر سوات پورې د سيند په غاړه سړکونه، هوټلې او ګاډي وړي دي.

په ټولنيزو رسنیو داسې ویډیو خپرې شوي چې پکې ليدل کيږي سېلاب د هوټلو سره نورې ودانۍ نړولي او په اوبو کې ګاډي هم بهيدلې دي.

د کالام نه یو تن محمدعلي د وي او اې ډيوه خبریال فاروق فراق ته د ټيليفون د لارې ويلي د کالام زوړ بازار وړلی دی، او د سيند په غاړه زياتره هوټلې هم سېلابونو سختې اغېزمنې کړي او کورونه هم د خطرې لاندې دي.

د راپورونو ترمخه په کالام کې په سوونو سېلګري هم ايسار شوي دي.

په سوات کې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] ترمخه د مدين او کالام ترمنځ سړک د سېلاب ښکار شوی او لاره قطع شوې ده.

د ژغورنې د ادارې په وينا د کالام نه سوات پورې زورور سېلاب دی.

تراوسه پورې د سېلاب له امله د اوښتي ځاني او مالي تاوان تفصیل نه دی وړاندې کړی شوی.

بل لور ته د سېلابونو د څار ادارې [فلډ فور کاسټنګ ډويژن] د سوات په خوازه خېله او اړونده سيمو کې د اوچتې درجې د سېلاب خبر ورکړی دی.

ادارې ويلي د سېلاب کچه 227899 کيوسک ريکارډ کړی شوې کومه چې د سېلاب په خواوشا سيمو کې د ابادۍ دپاره د خطرې سبب جوړېدی شي.

د ممکنه سېلابونو له امله د سوات، کوز دير، ملاکنډ، مومندو، چارسدې، مردان، نوښار او پېښور چارواکو ته لارښوونه شوې چې د ژغورنې ادارې چمتو کړي او احتیاطي تدابير ونيسي.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي وزیراعلا محمود خان هم نن د جمعې په ورځ د سېلاب د جاج اخستو دپاره فضايي دوره کړې ده.

د تازه رپورټونو ترمخه د خېبرپښتونخوا په سوات، دير، کوهستان، ډېره اسماعيل خان او نورو جنوبي برخو کې د تيزو بارانونو سره سېلابونه راغلي دي. په صوبه کې پرون په څو ضلعو کې په سکولونو کې رخصتيانې هم اعلان شوي دي.

د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] په 25 اګست خپل رپورټ کې ويلي، په تير شوا روز کې د بارانونو او سېلابونو له امله په خېبرپښتونخوا کې 16 کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې د موسمياتو محمکې په ملک کې د اوونيز موسم په رپورټ کې د 23 اګست نه تر 26 اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ [23 اګست] د موسمياتو محکمې ويلي، د 23 نه تر 26 اګست پورې په سيند صوبه، جنوبي پنجاب او جنوبي او شمال ختيځ بلوچستان کې د بارانونو امکان دی.

ويل شوي د 23 اګست د شپې نه تر 26 اګست پورې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، کشمير او ګلګت بلتستان کې د تيزو هواګانو سره په ځینو ځايونو کې د تيز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په ممکنه توګه د سېلابونو راتلو، په ژورو مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو، او مسافرو ته او سېلانيانو ته د سفر په مهال د احتياط کولو ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG