د امریکا خارجه وزیر اینټني بلینکن ددې غږ تجدید کړی چې په غزه کې دې د ملګرو ملتونو په پناه کې عامو خلکو ته د خونړیو بریدونو نه تحفظ ورکړی شي.
بلېنکن دا غږ د اسرایل لخوا د زیارت- پنجشنبې په ورځ په غزه کې د نړیوالو مرستو په انتظار راټول شوو فلسطینیانو باندې د برید د رپورټونو وروسته کړی دی.
په غزه کې د صحت چارواکي وايي چې د اسرایل په بریدونو کې هغه 20 کسان مړه او تر 150 پورې نور ژوبل شوي دي چې په غزه ښار کې لویه شمېره کې د انساني مرستو په انتظار وو.
ملګرو ملتونو د دغه بريد تور نېغ په نېغه په اسرايل نه دی پورې کړی خو له دې وړاندې یې ويلي وو دغه مرکز په ټېنک په نخښه کړی شوی او په غزه کې ټېنکونه يواځې د اسرايل پوځ کاروي.
اسرایل ویلي د کډوالو د کورونو ودانی د حماس په راکټونو ویشتل شوي دي او وايي دوی یې پلټنې یې کوي.
د امریکا خارجه وزیر اینټني بلینکن په اېنګوله کې دداسې پناه ځایونو د تحفظ غوښتنې په وخت ویلي:
“مونږه د اسرایل د حکومت نه تصدیق کړی او زه پوهېږم چې دوي ددې پېښې مناسب پلټنې کوي چې یوه بنیادي خبره ده”.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند ويدانت پټېل هم ويلي، د ملکي وګړو تحفظ پکار دی او د ملګرو ملتونو د سهولت د ځایونو دې خونديتوب وشي.
دا تازه پېښه په داسې مهال شوې ده چې د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو له غزې سره په پوله د یو بفر زون یا خوندي سیمې جوړولو پلان هم په وړاندې بیايي چې وايي مقصد یې د اسرایل خلک د حماس د بریدونو نه محفوظه ساتل دي:
“حماس زمونږه د ختمولو لپاره راغلي دې . مونږه به دوي ختم کړو .مونږه به په خپل هېواد کې خپلې جرړې خښووو . مونږه به د خپل دښمن نوغې وباسو .مونږه به دلته یو او دوي به نه وي”.
خو امریکا دداسې بفر زون مرسته نه کوي چې د فلسطین ځمکه پکې شاملوي.
د نړیوالو شخړو د ډلې مشر رابرټ بلېچر وايي دا منصوبه د اسرایل او د دوی د کلکو ملګرو تر منځ فاصلې زیاتولی شي:
“په واشنګټن ډي سي کې د مایوسی کچه لوړېږي او یو علت یې د نېتن یاهو په اولسي توګه خاص د امریکا اپیلونه رد کول دي .زما باور دی چې په واشنګټن دا ښه نه لګي چې لامحدوده او بې له شرطه مرستې کېږی او په ځواب کې یې د اسرایل وزیراعظم په مخ ور توکي “.
اسرایل له وړاندې د امریکا اپیلونه رد کړي دي . د ملګرو ملتونو د خبرداری له امله واشنګټنن د جنګ په ختمېدو د فلسطيني ریاست په جوړېدو زور راوړي . د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انتونیو ګټرېش بیا په دې اړه دریځ لري:
“فلسطینیانو ته د رېشتوني حق نه انکار او نه منل به روان جنګ د نامعلومه وخته پورې وغځوي او دا به د نړی امنیت او سوکالی ته ځطر جوړ کړي”.
په منځني ختیځ کې د لیسزو راهیسې روان جنګ کې په وروستیو خونړیو میاشتو کې تر اوسه په پوځي مهم کې تر 26000 پورې فلسطینیان وژل شوي دي.
دا وروسته له هغې چې تیر کال په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله وکړه چې پکې 1200 اسرایلیان وژل شوي وو او 240 نور تښتول شوي وو.
Forum