لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو وزير: د پاکستان سره "رسمي سرحد نه لرو، ډېورنډ فرضي کرښه ده"


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سرحدونو سرپرست وزير نورالله نوري ويلي، "مونږ د دوی (پاکستان) سره ډيورنډ فرضي کرښه لرو، مونږ د دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، مونږ د دوی سره خپله صفري نقطه نه لرو، دا زمونږ او دوی په مابېن کې يوه فرضي کرښه ده".
پاکستان د طالبانو د وزير بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې ويلي، د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.
خو افغانستان د پاکستان سره پوله (ډېورنډ) په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.
پاکستان او افغانستان خواوشا 2600 کلوميټره (ډېورنډ) پوله لري پاکستان یې نړیوال سرحد او افغانستان یې فرضي کرښه بولي. د ډېورنډ کرښه په کال ۱۸۹۳ کې د برتانيې حکومت او د افغانستان امیر عبدالرحمان ترمینځ په یوه معاهده کې راښکل شوې وه.
د طالبانو وزیر دغه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی، چې څلور ورځې وړاندې (24 جنورۍ) د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پرون په اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي وو، "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان رټل کېدای شي".
د پاکستان انګرېزي ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون هم د جنرل منېر خبره هم په دغو ټکو کې نقل کړې او د نوموړي په حواله یې ویلي، "کله چې د هر يو پاکستاني د امنيت او تحفظ خبره راشي، نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدی شي".
د طالبانو د وزیر نورالله نوري ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده. د طالبانو د "سرحدونو قونو او قبايلو چارو وزارت" پرون د خالي په ورځ (27مه جنورۍ) په اېکس ويلي، نورالله نوري تورخم ته سفر کړی او هلته یې د "راستنېدونکو مهاجرينو ستونزې اورېدلې" دي.
په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډيو کې نوموړي نوري زياته کړې، "د کرښې په اوږدو کې ځینې مشکلات پېدا کيږي، کله د تورخم په دروازه او کله د بولدک په دروازه مشکلات رامنځته کيږي"، او دوی د دغو مشکلاتو د حل دپاره متوجه دي.
د 12مې جنورۍ په شپه پاکستان د افغانستان سره د تورخم لاره د ډرايورانو د پاسپورټ او ويزې په سر تړلې، او بيا په 11مه ورځ پرانستل شوې وه.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد يعقوب د 2022م کال د فرورۍ په میاشت کې يوه مرکه کې د ډېورنډ په پوله د ازغن تار په باب ويلي وو، "د ډېورنډ موضوع ډېره لانجمنه موضوع ده، تېرې ادارې (حکومت) دوی (پاکستان) ته اجازه ورکړې وه، ازغن تار تېر شوی دی په محدوده ساحه کې پاتې دی، او په دې موضوع مو تراوسه پرېکړه نه ده کړې".
هم د 2022م په پينځمه جنورۍ د پاکستان د پوځ د هغه وخت ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د افغانستان سره په نړيواله پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې 94فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 71فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی".
د پوځ وياند ويلي وو پاکستان د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ وخت په وخت په پوله پېښې هم شوي او د تګ راتګ دروازې تړل شوي دي.
پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.
د پاکستان او افغانستان په وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوي او د دواړو خواوو نه د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG