د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، د پاکستان لخوا د ايران د فضايي برید ځواب کول، ټولې سیمې او په ځانګړي ډول هند ته پېغام ورکول وو.
نوموړي دغه خبره د پاکستان يو شخصي ټي وي (سما) ته په مرکه کې کړې ده.
ايران په 16مه جنورۍ ايران د پاکستان په بلوچستان صوبه کې حمله کړې او ويلي يې وو، "د پاسدارن انقلاب سرحدي ځواک یې ليدلي چې يوه وسله واله ډله د پاکستان د لوري ايران ته تله د دغه ترهګره ډلې پرضد یې عمليات کړي".
د ایران خبر ورکړی وو چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.
پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.
پاکستان په 18مه جنورۍ د ايران د بريد په ځواب کې، د ايران په سرحدي صوبه سيستان بلوچستان کې د ترهګرو د مخصوصو ځالو هدف کولو دعوه کړې، دغو عملياتو ته یې د «مرګ بر سرمچار» یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي وو".
د پاکستان پوځ ويلي وو، د بلوچستان لبرېشن ارمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ ځالې یې ويشتي وې.
د ایران ارنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي وو، "د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".
د ايران د بريد وروسته پاکستان د ايران نه خپل سفیر بيرته رابللی او د ايران سفير ته یې ويلي وو، پاکستان ته دې نه راځي، د دغه بريد په وخت اسلام اباد کې د ايران سفير په تهران کې وو.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، د تهران سفير اسلام اباد کې د ایران سفارتخانې، او د پاکستان سفير په تهران کې د پاکستان سفارتخانې ته رسېدلی دی.
بلوڅ په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي وو، د دواړو ملکونو د روغې جوړې وروسته پاکستانی سفير محمد مدثر ټيپو تهران ته او پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مغدام اسلام اباد ته رارسېدلی دی.
د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان سره په پوله د ايران په سيستان او بلوچستان صوبه کې نامعلومه وسلوالو نهه تنه په ډزو وژلي او د ايران د نيم سرکاري خبري ادارې مهر نيوز د خبر له مخه وژلي شوي تنان غير ايرانيان دي.
د مېډيا رپورټونه وايي دا پېښه د ساروان کليوالې سيمې په يو کور کې شوې چې سملاسي کومې سرکاري خبري ادارې نه ده رپورټ کرې او نه کومې ډلې يې ذمه واري منلې ده.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت پېښې ته په غبرګون کې ويلي “دا ډېره بوږنوونکې او د کرکې پېښه ده” چې ترهګرو پکې پاکستاني وګړي په ګاونډي هېواد کې وژلي.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، چې د کوم يو لور نه هم د پاکستان ضد د ايران په څېر کارروايي وشوه د پاکستان غبرګون به هم ورته هغه رنګ وي
په فرورۍ 2019م کې د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د پوځ په قافله بريد کې د 40 نه زيات امنیتي اهلکار وژل شوي وو.
هند د دغه بريد زمه واري پاکستان کې موجودو وسله والو باندې اچولې، او هند بيا په پاکستان کې دننه د وسله والو د ځالو په نخښه کولو دعوه کړې وه.
پاکستان د هند د عملياتو رد کړی، او په ځوابي کارروايۍ کې یې د هند يوه الوتکه راغورځولې، د هند يو پايلټ ابي نندن یې نيولی او بيا یې سمدست خوشی کړی وو.
هند د پاکستان د نګران وزيراعظم بيان ته سمدست غبرګون نه دی ويلی، خو هند په پاکستان تور لګوي چې په هند کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
(د خبر ځینې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي)
کراچۍ —
Forum