د امریکا خارجه وزات د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په کال ۲۰۲۳ کې بهرنیو حکومتونو باندې د امریکایي پوځي وسایلو خرڅلاو کې شپاړس فیصده اضافه راغله او د ریکارډ کچې دوه سوه و اته دېرش (۲۳۸) بلین ډالرو ته ورسېدله. په دې کال کې ځینو ملکونو چې اوکراین ته یې وسلې لېږلې وې، وغوښتل چې د خپلو وسلو تشې شوې ذخیرې بېرته ډکې کړي، او همدا راز غټو جنګونو ته آمادګي ونیسي.
دا شمېرې ښیي چې نړۍ کې د زیاتېدونکي عدم استحکام په دې وختونو کې به د لاکهیډ مارټین، جنرل ډاینامیکس، او نورټروپ ګرامن په شان د وسلو جوړولو کمپنیو فروشات د توقع ترمخه لوړ شي او پېشګویي کیږي چې د دې کمپنیو د ونډو یا سټاک بیعو کې به هم اضافه راشي.
د امریکا خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د وسلو فروشات او انتقالات "د امریکا د خارجه پالیسۍ اهمې آلې دي چې هغې سره د سیمه ییز او نړېوال امن په حواله ممکنه اوږدمهاله خطرې" لیدلی کیږي.
د وسلو په هغو معاملو کې چې تېر کال منظورې شوې، په پولېنډ باندې د لس بلین ډالرو په ارزښت د هائی موبېلېټي آرټېلري راکټ سیسټم (HIMARS) خرڅلاو، په جرمني باندې د دوه اعشاریه نهه (۲.۹) بلین ډالرو په ارزښت (AMRAAM) ډوله د فضا نه فضا ته د منځني کچ میزائیلو سیسټم خرڅلاو، او اوکراین باندې د (NASAMS) په نوم د ځمکې نه فضا ته د ترقي یافته میزائیلو د ویشتلو سیسټم خرڅلاو شامل دي.
لومړی ډول سیسټمونه، د لاکهیډ مارټین کمپنۍ لخوا جوړیږي. دویم قسم سیسټمونه، آر ټي اېکس کمپنۍ جوړوي چې پخوا رېټیون نومېدله. او دا درېیم قسم یې د ناروې کونګسبرزګ کمپنۍ پیداوار دی.
لاکهیډ مارټین او جنرل ډینامیکس توقع لري چې د لکهاوو په شمېر کې د توپخانې ګولۍ آرډرنونه، د سلهاوو پاټریوټ مېزائیل ضد راکټونو آرډرونه، او د بکتربند ګاډو په آرډرونو کې اضافه به په آینده میاشتو کې د هغو آمدن نور هم سېوا کړي.
د امریکایي کمپنیو نه د وسلو اخېستو دپاره بهرني ریاستونه دوه غټې لارې لري: یوه دا چې نېغ په نېغه د یوې کمپنۍ سره تجارتي معامله وکړي، او بل دا چې یو ملک پخپل پایتخت کې د امریکا سفارت کې د امریکا دفاع وزارت له یو چارواکي سره رابطه وکړي. په دواړه طریقو کې د امریکا د حکومت منظوري ضروري ده.
د رپوټ ترمخه، په تېر ۲۰۲۳ مالي کې د امریکایي کمپنیو لخوا د وسلو نېغ په نېغه خرڅلاو یو سل او اووه پنځوس اعشاریه پنځه - ۱۵۷.۵ بلین ډالرو ته ورسېد، چې په ۲۰۲۲ کال کې دا یو سل او دري پنځوس اعشاریه شپږ - ۱۵۳.۶ بلین ډالر و.
بل طرف ته د امریکا د حکومت په وساطت چې کومې د وسلو او پوځي وسایلو معاملې شوې دي، هغه په ۲۰۲۲ کال کې یو پنځوس اعشاریه نهه - ۵۱.۹ بلین ډالر و، مګر په ۲۰۲۳ کې اتیا اعشاریه نهه - ۸۰.۹ بلین ډالرو ته اوچت شو.
Forum