لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: ایران ته یې ځواب ورکولو په اړه فیصله کړې ده


د اکټوبر په اوومه په غزه کې له حماس سره د اسرایل له جګړې پیل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د اتوار/یکشنبې د ورځې برید لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ کې امریکايي پوځیان پکې وژل شوي دي.
د اکټوبر په اوومه په غزه کې له حماس سره د اسرایل له جګړې پیل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د اتوار/یکشنبې د ورځې برید لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ کې امریکايي پوځیان پکې وژل شوي دي.

د امریکا صدر جوبایډن د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي چې هغه فیصله کړې چې د هغه انتظامیه به څنګه په اردن کې په امریکایي پوځي اډې باندې د ایران پلوه وسله والو لخوا د ډرون برید ته ځواب ووایی چې تېره اوونۍ په اخر کې یې درې امریکایی عسکر ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

ښاغلي بایډن د نهې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته فلوریډا ایالت ته په سفر له روانېدو وړاندې وویل "هو " .

د اکټوبر په اوومه په غزه کې له حماس سره د اسرایل له جګړې پیل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د اتوار/یکشنبې د ورځې برید لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ کې امریکايي پوځیان پکې وژل شوي دي.


د ایران حمایت لاندې د څو ملېشه ډلو نه جوړه شوې یوه ډله – مقاومت الاسلامیه فی العراق – د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو بیان په جاري کولو، د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته او ویې ویل چې دا په امریکایي قواوو باندې د هغو د څلورو حملو نه یوه حمله وه.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي په دغه برید کې د ایران پلوه عراقي ملیشې کتایب حزب الله نښې نښانې لیدل کېږي.

کله چې صدر بایډن نه وپوښتل شول چې ایا دا راتلونکی ځواب به واقعیا د ایران مخه ونیسي ، کړي نو هغه وویل: "موږ به وګورو."

د ایران ملاتړ لرونکو ډلو د واشنګټن له غچ اخیستونکو بریدونو سره سره په سیمه کې د امریکا پر پوځي ځایونو تر 160 زیات بریدونه کړي دي. حوثي ملیشه ، چې د تهران یو بل پراکسي دی، د امریکا لخوا په یمن کې د دوی حملو کولو ځایونو او زیربناو باندې د حملو باوجود په سره سمندر کې په تجارتي سمندري جهازونو پرضد د میزایل او ډرون بریدونه جاری ساتلي دي .

ښاغلي بایدن یو ځل بیا وویل چې هغه او د هغه چارواکو په تکرار سره ویلي ، چې واشنګټن نور جګړه زیاتول نه غواړي.

جو بایډن وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ په منځني ختیځ کې پراخې جګړې ته ضرورت لرو. دا هغه څه نه دي چې زه یې غواړم."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې أیا په اردن کې د امریکايي پوځي اډې برید ذمه وار ایران دی، صدر بایډن په ځواب کې وویل چې زه یې ذمه وار ګڼم. د دې لپاره چې هغه خلکو ته وسلې ورکوي چې کومو دغه برید کړی دی.

يو داسې ځواب ورکول چې ایران او د هغه د ملاتړ لرونکي ډلې د نورو اقداماتو مخه ونیسي پداسې حال کې چې مکمل جنګ هم پیل نشي چې په سیمه کې له کنټرول څخه وتلی شي یو سخت د توازن عمل دی.


د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي په اېرفورس ون « د امریکا صدر جهاز/الوتکه » کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې مونږ غواړو چې ډاډ ترلاسه کړو چې امریکا د هغه ډلو چې په امریکایي ځواکونو او تاسیساتو بریدونه کوي توان کم کړو، او د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو کې د "هغوي حمایت کوونکو ته سخت پیغام " ورکړو.

هغه وویل: "صدر به هغه څه کوي چې زموږ د ځواکونو او تاسیساتو د ساتنې او زموږ د ملي امنیت او په سیمه کې د ګټو د ساتلو لپاره ضروري دي. "

جان کربي خبریالانو ته وویل، دا ممکنه ده چې هغه څه چې تاسو به یې وګورئ دا د یوې سلسلې برخه وي، او دا یوازې یو عملیات نه وي، بلکې د عملیاتو لړۍ وي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن هم د ګل /دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د امریکا ځواب ممکن څو اړخیزه، مرحله وار او اوږد وي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر جوبایډن به د جمعې په ورځ په اردن کې د اتوار په ورځ په ډرون برید کې د وژل شویو د درېیو امریکايي پوځیانو جسدونه امریکا ته د راوړلو په مراسمو کې ګډون کوي.

امریکایي پوځیان په داسې وخت کې وژل شوي دي چې د نومبر په میاشت کې کېدونکي د امریکا صدراتي انتخاباتو کېمپین په زور کې روان دی او په صدر بایدن دباو زیات شوی دی.

ریپبلېکنز له ډیموکرټېک انتظامیې غوښتي چې د اتوار په ورځ د شام پولې ته څېرمه په اردن کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ډرون الوتکې د برید په خاطر ایران ته سزا ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG