لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: د افغانو مېرمنو له حقونو د طالبانو سرغړونې دې د انصاف نړیوال عدالت کې چېلنج شي


د بشري حقونو د څار تنظیم د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو د حکومت د پرله پسې سرغړونو په اړه ویلي چې د انصاف نړیوال عدالت دغو منظمو سرغړونو ته د ځواب ویلو لپاره یو ښه ممنکه ځای کېدی شي.

ایچ آر ډبلیو نن د جنورۍ پر 31مه د دې ادارې د ښځو د څانګې د مشرې هیدر بار په یو خپور شوي رپوټ کې ویلي، افغان مېرمنې او نجونې حق لري چې د طالبانو د بندیزونو او د دوی له حقونو د سرغړونو پر سر د انصاف نړیوال عدالت کې له طالبانو سره حساب وکړي.

په رپوټ کې د انصاف نړیوال عدالت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویل شوي چې د جنوبي افریقا په غوښتنه یې له اسرایلو د فلسطینیانو د "نسل وژنې" د مخنیوي غوښتنه وکړه، وایي په افغانستان کې دننه او بهر افغان مېرمنې هم ددې عدالت پرېکړې ته په تمه دي.

د ایچ آر ډبلیو د ښځو د څانګې مشرې هیدربار ویلي، "د انصاف نړیوال عدالت (ای سي جې) په بنیادي توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د ریاستونو تر منځ د شخړو هوارولو لپاره جوړه شوې ده، ددې عدالت ځینې قضیې له بشري حقونو سره تړاو لري".

هیدربار له وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د انصاف نړیوال عدالت ته د افغان مېرمنو د حقونو قضه هم وړاندې کېدای شي، ځکه چې وایي دې ستونځې ته د سفارتي حل لارې موندلو هڅې ناکامه شوې دي:

"د افغان ښځو د حقونو فعالان د نورو لارو چارو په لټه دي چې پکې ځینې قانوني لارې هم شاملې دي، په تېرو دوو کلونو کې [افغان] وکیلانو له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کړې دي او دوی ته ویل شوي چې هر هېواد دا کنونیشن لاسلیک کړی وي هغوی ورته قضیه وړاندې کولای شي".

په رپوټ کې ویل شوي د 2019م کال په نومبر کې ګېمبیا افریقایي هېواد د نسل وژنې د کنوینشن لاندې د میانمار په ضد په نړیوال عدالت کې مقدمه درج کړه، چې پکې د دغه هیواد د روهنګیا مسلمانانو د ممکنه "نسل وژنې" دعوه شوې.

رپوټ وایي د تېر 2023م کال په جون میاشت کې کېنېډا او هالېنډ هم د اذیت خلاف د ملګرو ملتونو له کنوینشنه د شام د سرغړونو خلاف د انصاف نړیوال عدالت ته یوه مقدمه وړاندې شوې وه.

ایچ آر سي پي وایي د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو په دغه هیواد کې پر ښځو او نجونو باندې ظالمانه بندیزونه لګولي او د ژوند په هره برخه کې یې د هغوی له حقونو سرغړونه کړې ده.

رپوټ وایي طالبانو له ښځو د تعلیم، کار، له تشدد پرته د ژوند تېرولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، په عام ژوند کې د ګډون، په ازاد ډول حرکت کولو او حتی په پارک کې د ګرځېدو حقونه اخیستي دي.

مېرمن هیدر بار په دې رپوټ کې ویلي، "دا سرغړونې لا هم دوام لري او دا د ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیر د مخنیوي د کنوینشن خلاف دي چې افغانستان هم په 2003م کال کې منلی دی".

هیدر بار ویلي د ښځو خلاف د هر ډول توپیري چلند د مخنیوي کنوینشن ریاستونو ته اجازه ورکوي چې له نورو هیوادونو سره خپلې دعوې د انصاف نړیوال عدالت ته "د وضاحت او غوښتنې په تړاو" هغه وخت وړاندې کړي چې د خبرو او منځګړتوب له لارې نه وي حل شوې.

د بشري حقونو د څار تنظیم دې مشرې ویلي د نړۍ ډېرو هیوادونو د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو پراخ بریدونه غندلي دي. وایي دا چې د جرمونو نړیوال عدالت له مخکې لا د طالبانو د جرمونو پلټنه کوي، د انصاف نړیوال عدالت حکومتونو ته بلنه ورکوي چې له افغان میرمنو سره خپل پیوستون څرګند کړي او د یوې بلې عملي لارې په توګه د طالبانو سرغړونې تر عدالتي څېړنې لاندې راولي.

طالبانو لا د بشري حقونو د څار ادارې دې تازه رپوټ ته څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د ښځو له حقونو د سرغړونو دعوې او رپوټونه تل رد کړي او وایي هغوی ته یې له "اسلامي شریعت" سره سم ټول حقونه ورکړي دي.

څه کم دوه نیم کاله کېږي چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې د ملګرو ملتونو په ګډون اکثره د بشري حقونو نړیوالې ادارې او هېوادونه یې یو علت د ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونې او بل د ټولشموله حکومت نه جوړول بولي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG