لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا جنګي الوتکه اېف 16 د سويلي کوريا په سمندر کې راپرېوتې، هواباز يې ژوندی پاتې شوی


دا فالکن اېف 16 الوتکه چې د اتم فايټر وېنګ برخه وه په هوا کې د مشق په دوران د بېړني حالت سره مخ شوې او د مرکز د بيان ترمخه په سمندر کې راپرېوتلې ده.
دا فالکن اېف 16 الوتکه چې د اتم فايټر وېنګ برخه وه په هوا کې د مشق په دوران د بېړني حالت سره مخ شوې او د مرکز د بيان ترمخه په سمندر کې راپرېوتلې ده.

رايټرز

د شورو، چهارشنبې په ورځ د سويلي کوريا په غربي ساحل کې د امريکا جنګي الوتکه اېف 16 په سمندر کې غورزېدلې او په سيمه کې د امريکا د هوايي ځواک د مرکز چارواکو ويلي هواباز يې ژوندی راويستل شوی چې د پرېوتونکي جهاز نه يې دانګلي وو. دا په کوريا کې د اېف 16 راپرېوتلو په يوه مياشت کې دويمه پېښه ده چې شوې ده.

دا فالکن اېف 16 الوتکه چې د اتم فايټر وېنګ برخه وه په هوا کې د مشق په دوران د بېړني حالت سره مخ شوې او د مرکز د بيان ترمخه په سمندر کې راپرېوتلې ده.

هواباز په محفوظه طريقه د الوتکې نه دانګلي چې نزدې يو ساعت وروستو بچ کړل شوی او د بيان ترمخه په هوش کې هسپتال ته د معاينې د پاره رسول شوی.

د اتم فايټر وېنګ کمانډر کرنل ميتيو ګايټکې د سويلي کوريا د امداد کونکو د امريکا سره په ګډه د هواباز په موندلو کې د مرستې مننه وکړه او ويې ويل اوس د دوی توجه د الوتکې په موندلو پسې ده.

د غربي ساحل ګنسن ښار په سويلي کوريا کې د امريکا د دوو غټو پوځي مرکزونو څخه يو دی. په ډېسمبر کې يوه بله اېف 16 الوتکه په سيمه کې د معمول په تربيتي مشقونو کې راپرېوتلې وه او هواباز يې بچ کړل شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG