لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په سور سمندر کې د هوثيانو د سمندري جهازونو ويشتونکی ميزايل راغوزولی


امريکا او برتانيه په يمن کې د هوثيانو د ميزايلو او پوځي مرکزونو خلاف حملې کړي او د هوثيانو د ډرون او ميزايلو د نظام ګډ وډولو هڅې يې روانې دي.
امريکا او برتانيه په يمن کې د هوثيانو د ميزايلو او پوځي مرکزونو خلاف حملې کړي او د هوثيانو د ډرون او ميزايلو د نظام ګډ وډولو هڅې يې روانې دي.

وي او ای

په يمن کې هوثي وسلوالو د شورو په ورځ ويلي دوی په سور سمندر کې د امريکا په جنګي بېړۍ يو شمېر ميزايل ويشتلي او په پلان کې لري چې دا لړۍ د امريکا او برتانيه د سمندري جهازونو په ضد روانه وساتي.

دا بيان د امريکا د مرکزي کمانډ د هغه بيان نه څو ساعته وروستو راغلی چې پکې ويل شوي يو ايس ايس ګريولي د سمندري جهازونو ضد کروز ميزايل راغورزولی چې د ايران پلوه هوثيانو لخوا د يمن نه ويشتلی شوی و.

سېنټکام ويلي د بريد په نتيجه کې نه څوک خوږ شوي او نه ترې کوم زيان رسېدلی. هوثيانو د نومبر راهسې د ديرشو نه زياتې د ميزايلو او ډرون حملې کړي چې په سور سمندر کې يې د تجارتي جهازونو چلن په لويه کچه ګډ وډ کړی کومه چې د اوبو مهمه لاره ده.

يو شمېر شېپېنګ کمپنيانو په غبرګون کې خپلې اپرېشنې بدل کړي او اوس په لرې او ګران قيمته لارو چلن کوي او د سور سمندر او ميډيټرينين سمندرونو ترمنځ د تګ راتګ د پاره د افريقا نه راتاويږي.

امريکا او برتانيه په يمن کې د هوثيانو د ميزايلو او پوځي مرکزونو خلاف حملې کړي او د هوثيانو د ډرون او ميزايلو د نظام ګډ وډولو هڅې يې روانې دي.

تېره ورځ د پينټاګان پرېس سيکرټري ميجر جنرل پيټ هايډر خبريالانو ته ويلي امريکا په سور سمندر کې د نړيوالې جهازرانۍ او سمندري ځواکونو د حفاظت د پاره عمليات کوي او بل دا چې د هوثيانو د توان کمولو او دا قسمه حملو ودرولو په ضد کار کوي.

يورپين يونين هم په ياد سمندر کې د حفاظت د پاره د خپل مېشن پيل کولو په تکل کې دی او د يونين د بهرنۍ پاليسۍ مشر جوزپ بورېل خبريالانو ته ويلي هيله کوي چې دا ګام به په راتلونکو اونيو کې واخستل شي او دا به د هوثيانو خلاف کوم نېغ په نېغه د عملياتو د پاره نه وي بلکې د هغوی د حملو د مخنيوي د پاره به وي.

بورېل ويلي يو شمېر کمپنيانو ورنه غوښتنه کړې چې د دې خلاف ګامونه پورته کړي ځکه د افريقا نه راتاوېدل ورته ډېر ګران پرېوځي.

په خبر کې څه معلومات د خبري ادارو ای اېف پي او رايټرز نه هم اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG