لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: له چين سره مو د جګړې نه بلکه د سيالۍ تګلاره خپله کړې


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي واشنګټن له بیجینګ سره د کړکېچ يا جګړې نه بلکه په ګډه د اهدافو ترلاسه کولو او د سيالۍ تګلاره خپله کړې ده .

جېک سليوان په واشنګټن کې په څېړنېزې ادارې کونسل ان فارن ريلېشنز کې تېره ورځ د وینا پر وخت وویل“ له چين سره سیالي باید د کړکېچ، ټکر یا نوې سوړ جنګ سبب ونه ګرځي”.

جېک سلېوان وویل چې د امريکا د چين په اړه پالیسي په دريو ټکو ولاړه ده، پانګه اچونه، د خپلو اهدافو سمون، او سیالي.

جېک سلېوان په دغه اداره کې ناستو خلکو ته خپله وینا کې زياته کړه چې د صدر بايډن انتظاميې داسې ګامونه پورته کړي چې له امله یي له چين سره مختلفو مدونو په اړه مکالمه پيل کړې ده.

جېک سلېوان وویل” مونږ په دې هم پوهیږو چې د امریکې او چين اقتصاد په یو بل پورې تړلی دی، او دا چې د نړیوالو ستونزو په حل کولو او د جګړې خطر کمولو کې یي ګټې هم شریکې دي”.

جېک سلېوان وویل چې ترټولو مهم خطر به د تایوان په سر بحران وي او په داسې حالاتو کې به ژورې ډپلوماسۍ ته ضرورت وي.

جېک سلېوان وویل، “که چیرې د چین په سویل او ختیځ سمندرګي او د تایوان تنګي کې د چين حرکتونه دوام ولري نو مونږه به له خپلو ايتلافيانو سره په ګډه کار کوو چې چين په شا وتمبوو” .

د امريکا او چين د سيالۍ په اړه جېک سلېوان وویل چې د صدر بایډن انتظاميه ځینې پاخه ګامونه پورته کوي چې درې پکې ډېر مهم دي. اول داچې امريکا خپل صنعتي صلاحيتونه مضبطوي، دويم د نړيوال رسد په نظام کې ډېرې لذرې جوړول دي چې په چين انحصار ختم شي، او دريم داچې امريکا به داسې کوټلي ګامونه اخلي چې د امريکا خپله ټېکنالوجي د امريکا پرضد ونه کارول شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د مخالفینو په ځانګړې توګه د روسیې سره د چین د دوامدار ملاتړ په اړه ستاسو پیغام څه دی، جېک سلېوان وویل، مونږه د خپلو فکرمنديو په اړه یو واضح پیغام استولی او مونږه د چینایي شرکتونو ملاتړ لیدلی، که څه هم دا مهلکه وسلو په مد کې نه دې، خو بيا هم مونږه د خپلو اندیښنو په اړه ډېر واضحه يو .

په ناستو خلکو کې د امريکا د تلويزون سي اېن اېن څېړونکې پوښتنې ته په ځواب کې چې چين د حوثي ياغيانو د بريدونو پرسر د ايران سره د دغه شخړې ختمولو لپاره کوم رول لوبوي، جېک سلېوان وويل د یو زمه واره هېواد په توګه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه، د چين دا زمه واري جوړېږي چې په تهران کې د خپل اثر نه کار واخلي چې د حوثیانو پر ضد فشار راوړي.

جېک سلېوان په خپله وینا کې وویل چې په دې خبر دې د چين په اړه دغه امريکایي اهداف حاصلول به اسان نه وي او په دې کې مشکلات راځي او تر دې چې کله کله پکې حالات هم خرابېداې شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG