لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په دې غور کوي چې که افغانستان کې خپله قونصلګري بیاپرانیزي


کابل کې د امریکا د سفارت مخه چې په دېوال یې طالبانو خپل بېرغ رسم کړی دی
کابل کې د امریکا د سفارت مخه چې په دېوال یې طالبانو خپل بېرغ رسم کړی دی

د امریکا خارجه وزارت لخوا د سټراټېجۍ د یو تازه جاري شوي دستاوېز ترمخه، امریکا په احتیاط سره په دې امکاناتو غور کوي چې که د طالبانو د اختیار لاندې افغانستان کې بېرته خپله یوه قونصلګري پرانیزي.

دا ګام د امریکا په پالیسۍ کې چې د طالبانو د نظام سره محدود تعامل ساتل دي، یو لوی بدلون راښکاره کوي. د دې کار وجه د څو امنیتي، سیاسي او اقتصادي مقاصدو حاصلول ګڼل کیږي.

د خارجه وزارت په جاري شوي دستاوېز کې چې په اکټوبر کال ۲۰۲۳ کې منظور شوی او عنوان یې د افغانستان دپاره واحده ملکي کچه سټراټیجي دی، راغلي چې: "د طالبانو سره، مونږ د قونصلي رسایۍ، امریکاییانو ته د شفافیت او احتساب په خاطر کار کوو؛ همداراز مونږ د یرغمل تنانو په چارو کې د خاص صدارتي استازي د کار ملاتړ هم کوو چې [په افغانستان کې] په غیرمنصفانه توګه د قیدو امریکاییانو آزادي یقیني کړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو سره، امریکا په کابل کې خپل سفارت هم وتړلو، او دې سره یې افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه او سیاسي مصروفیت په سېمبولیکه توګه ختم کړ.

له هغه وخت راهېسي د امریکا او طالبانو ترمنځ تعاملات د افغانستانه بهر، اکثره د قطر په سرښار دوحه کې په غېرمنظمو لیدنو کتنو پورې محدوده پاته دي. قطر کې د افغانستان دپاره د امریکا چارج ډې افېئره هم مېشته ده.

د امریکا د خارجه وزارت په جاري کړی شوي دستاوېز کې راغلي: "که څه هم امریکا طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په حیثیت نه پېژني، مونږ ته په کار ده داسې فعال تعلقات جوړ کړو چې زمونږ مقاصد په کې مخ ته ولاړ شي او مونږ ته د طالبانو د وعدو په پوره کولو کې د هغو آمادګي او صلاحیت راښکاره کړی شي."

د امریکا دغه نوې سټراټېجي د افغانستان په حوالې سره څلور سټراټيجېک مېشنونه بیانوي: د ترهګرۍ ضد مبارزه، اقتصادي مرسته، ځایي تعامل، او په افغانستان کې دننه د امریکایي شهریانو دپاره قونصلي خدمات او هغو افغانانو سره مرسته کول چې غواړي امریکا ته مهاجرت وکړي.

سټراټیجي دا هم بیانوي چې واشنګټن به "د افغانانو، په خاص ډول د ښځو او جېنکو د بنیادي حقونو دپاره همېش آواز پورته کوي."

امریکايي چارواکو په تکرار دا ویلي دي چې د طالبانو سره د تعلقاتو هرډول عادي کول، په شمول د دې چې په طالب مشرانو د لسیزو راهېسي لګېدلې پابندۍ لېرې کړی شي، په دې پورې تړلي چې طالبان خپل ظالمانه تګلارې لېرې کړي او یو ټولشموله افغان حکومت جوړ کړي.

امنیتي، سیاسي خطرې

ځینو ملکونو، په شمول د امریکا د ځینو اتحادیانو لکه هند، جاپان او ترکیې، بغیر د دې چې د طالبانو موقت حکومت په رسمیت وپېژني، په کابل کې یې خپل سفارتکاري مېشنونه پرانېستي ساتلي دي.

ملګري ملتونه، سره د خپل سیاسي مېشن چې یوناما نومیږي، هم په افغانستان کې فعال پاته دي.

تېر کال د ملګرو ملتونو په اهتمام یوه آزاده ارزونه وشوه چې د طالبانو له چارواکو سره یې د نړېوالې ورورولۍ نېغ په نېغه او زیاتېدونکي تعاملات وغوښتل.

د امریکا په وېلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د انسټېټیوټ ډاېرکټر مایکل کوګلمېن وي او اې ته وویل: "د لاجسټیکي نقطه نظره، که امریکا هلته [دننه افغانستان] کې پرانېستي دفترونه او قونصلي کارکنان ولري، نو دا به د امریکا دپاره آسانتره شي چې امریکا ته د راتګ لېواله افغانانو سره مرسته وکړي."

خو کوګلمېن دا خبرداری هم ورکړ چې افغانستان ته د امریکاییانو په بیاستنېدلو، هغه هم داسې کال کې چې امریکا کې انتخابات کېدونکي دي، دا به سیاسي او امنیتي خطرې ولري.

هغه وویل: "د بایډن انتظامیه ممکن دا احساس وکړي چې امنیتي خطرې د دې کار مخه نیسي."

د اقتصادیاتو او امن د انسټېټیوټ لخوا د ۲۰۲۳ کال د نړېوالې ترهګرۍ اېنډکس (راپور) چې خپور شوی، هغه کې راغلي چې افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ سره متعلق تشدد تر پنځه اویا فیصدو ٪۷۵ پورې راکم شوی دی.

په تشدد کې دغه کموالی، د پخواني حکومت په ضد د طالبانو د جنګ ختمېدو په وجه کېدلی شي.

که څه هم طالبان دعوه لري چې امن یې قایم کړی، مګر د داعش-خراسان په شان ترهګرې ډلې لا هم افغانستان کې موجودې دي او په سلهاوو کسان، په خصوص مذهبي اقلیتونه یې وژلي دي.

د افغانستان او پاکستان په برخه کې د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې پخوانۍ مشره کېټې ګانن وي او اې ته وویل: "داسې نه ښکاري چې امنیت دې کومه مسئله وي، مګر دا مسئله ده چې فیصله وشي د طالبانو سره تعلقات څه ډول وي."

د ګانن وینا ده چې د نورو ملکونو په شان، امریکا ته هم په کار ده چې د یوې موثرې پالیسي د مهیا کولو دپاره، ملک [افغانستان] کې دننه د څلوېښتو میلینو افغانانو سره په تعامل کې اوسي."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG