لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيکس: پاکستان کې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال فعالیتونه ۱۰۲ فيصده سېوا شوي دي


پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه یو سل او دوه فیصده (٪۱۰۲) سېوا شوي دي، ويل شوي وسله وال فعاليتونه د تېر کال ۲۰۲۳م د وروستۍ مياشتې سره پرتله شوي دي.

ویل شوي، په جنورۍ ۲۰۲۴م کې په ملک کې دري نېوي (۹۳) وسله وال بريدونه شوي، نېوي (۹۰) کسان په کې وژل شوي، یو سل او پنځه دېرش (۱۳۵) ژوبل شوي اوپنځلس (۱۵) تښتول شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه، تېره میاشت په وژل شوو کې یوڅلوېښت (۴۱) ملکي وګړي، اووه دېرش (۳۷) امنیتي اهلکار او دوولس (۱۲) وسله وال شامل وو، دغه ډول یو اتیا (۸۱) ملکي وګړي او څلور پنځوس (۵۴) امنیتي اهلکار ژوبل شوي هم دي.

په رپورټ کې ويل شوي، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، دغلته په دري دېرشو (۳۳) بریدونو کې یو دېرش (۳۱) کسان وژل شوي او پنځوس (۵۰) ژوبل شوي دي.

او خېبرپښتونخوا کې په دېرشو (۳۰) بريدونو کې اوولس (۱۷) تنه وژل شوي او یوویشت (۲۱) ژوبل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په قبايلي ضلعو کې تر ټولو زياتې وژنې شوي دي، په څلرويشت (۲۴) بریدونو کې شپږدېرش (۳۶) کسان وژل شوي او اووه پنځوس (۵۷) نور ژوبل شوي دي.

په سيند صوبه کې په څلورو وسله والو بريدونو کې پينځه تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي، پنجاب او اسلام اباد کې يواځې يو، يو بريد شوی خو کومې مرګ ژوبلې یې نه دي اړولي.

د پيکس ترمخه تېره میاشت په انتخابي هلو ځلو بريدونه سېوا شوي، یوویشت (۲۱) حملې شوي، لس تنه پکې وژل شوي او پنځه ویشت (۲۵) ژوبل شوي، په وژل شوو کې د باجوړ نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلۍ ازاد امېدوار رېحان زېب او په شمالي وزیرستان کې ازاد امېدوار شامل دي، او په څو بريدونو کې امېدواران روغ وتلي دي.

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د وسله والو بريدونو په ځواب کې د پاکستان امنیتی ځواکونو ګڼ بريدونه شنډ کړي، لږ تر لږه دوه دېرش (۳۲) مشکوک وسله وال یې وژلي او نهه نور یې نيولي دي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او د انتخاباتو رانزدې کېدو سره په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان چيف الېکشن کمشنر پرون ويلي، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي، د انتخاباتو دپاره شوې امنيتي غونډه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.

په ۳۱مه د جنورۍ د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي وو، د سیاسي فعالیتونو په نوم به هیچاته د تاوتریخوالي رامنځته کولو او بې پلوه او رڼو ټاکنو د جمهوري عمل د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بيان کې د انتخاباتو په موقعه د تشدد په سیوا شوو پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او ويلي یې دي څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډیږي دومره ورسره د تاو تریخوالي پېښې زیاتیږي.

پوځ ويلي، پوځ به د الېکشن کمېشن د مشر د لارښوونې سره سم د ایین له مخې ورسپارل شوې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

د پوځ ترمخه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې پرېکړه شوې ده چې ریاست به د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو او د هغوي د سهولت کارانو مخه پخپل ټول طاقت سره نیسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG