لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او اتحادي ځواکونو یې بیا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بریدونه کړي


امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د بریدونو په دوام له خپلو اتحادیانو سره په ګډه له شام او عراق وروسته په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

تر دغو ګډو بریدونو وړاندې امریکایي ځواکونو یواځې هم په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې یو بل ځای کې بمباري کړې چې د پېنټاګان په وینا شپږ هغه بېړۍ ضد کروز میزایل یې ویشتلي او تباه کړي‌ دي چې وایي په سره سمندر کې پر بېړیو باندې بریدونو ته تیار وو.

د امریکې مرکزي کمانډ سېنټکام د شنبې- خالي په ماښام په یو بیان کې ویلي، د صنع په ځایي وخت د شپې په تقریباً یوولس نیمې بجې امریکایي او برتانوي ځواکونه دغه بریدونه کړي دي:

"په دغو بریدونو کې د ایران د ملاتړو حوثي ترهګرو تر کنټرول لاندې د یمن په 13 ځایونو کې د حوثیانو 36 مرکزونه په نخښه شوي دي".

سېنټکام تر اوسه په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي دا بریدونه یې د اسټرېلیا، بحرین، کېنېډا، ډنمارک، نیدرلېنډ او نیوزلېنډ په ملاتړ کړي چې مقصد یې حوثیانو ته د سیمې د ناارامه کولو په غبرګون کې جواب ویل دي.

دا دویمه ورځ ده چې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د ایران پلوه وسلوالو مرکزونه ویشتلي دي، په اردن کې د درو امریکایي پوځیانو د وژنې په بدل کې یې د جمعې په شپه په عراق او شام کې د وسلوالو لسګونه مرکزونه په نخښه کړي وو.

د امریکې مرکزي کمانډ وایي د دې څواړخیز اتحاد بریدونه یواځې د حوثیانو تر کنټرول لاندې یمن کې تر ټاکلیو هدفونو پورې محدود وو، ځکه چې وایي دا ډله په سره سمندر کې پر نړیوالو تجارتي کښتیو او د امریکې بېړیو باندې بریدونه کوي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن په یو بیان کې ویلي،‌ په دغو تازه بریدونو کې د حوثیانو تر مځکې لاندې د وسلو ذخیره کولو ځایونه، کمانډ او کنټرول، د میزایلو سیسټمونه، د ډرون ذخیره کولو او د عملیاتو ځایونه، رېډارونه او هلیکاپټر ویشتل شوي دي:

"د دغو بریدونو مقصد د ایران پلوه حوثي ملېشو وړتیاوې نورې هم کمول او ختمول دي چې پر هغو امرکایي او نړیوالو کښتیو باندې په بې پروا او ناارامه کوونکي بریدونه کړي چې تر سره سمندر په قانوني توګه تېرېږي".

په تېرو څو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې امریکایي او برتانوي ځواکونه په ګډه په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بریدونه کوي، خو امریکا یواځې هم ورباندې یو لړ بریدونه کړي، مګر پر نړیوالو بېړیو د حوثیانو بریدونه دوام لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG