د امریکې په سر ښار واشنګټن ډي سي کې د جنورۍ پر دویمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پښتین د نیول کېدو په ضد احتجاجي مظاهره کړې چې نارینه وو، ښځو او ماشومانو په کې ګډون کړی وو.
دغه احتجاجي مظاهره د سپینې ماڼۍ مخې ته راجوړه شوې وه چې ګډونوالو یې په لاسونو کې شعار پاڼې را اخیستې وې او د منظور پښتین د خوشي کېدو نعرې پرې لیکلې وې، دوی په لوړ اواز هم د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوله.
په احتجاج کې ګډونوالو تور پورې کړ، چې له منظور پښتین سره په جېل کې ناوړه چلند کېږي او وهل ټکول کېږي.
پر منظور پښتین باندې څلور مقدمې درج وې چې په ټولو کې عدالتونو ضمانت ورکړ او د جنورۍ په پیل کې له اډیاله زندانه خوشي شو خو له زندانه بهر د پنجاب پولیسو بیا ونیو او څو ورځې یې درک نه وو چې هغه چېرې دی.
وروسته د پي ټي ایم غړو وویل چې هغه د پنجاب د جهلم سیمې په تاڼه کې بندي دی، له هغه ځایه بیا چکوال ته وړل شوی وو او اوس په اټک سیمه کې بندي دی، د پنجاب چارواکو پر هغه د تشدد د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د پي ټي ایم امریکې کیلفورنیا څانګې پخپل یو بیان کې ویلي دي چې منظور پښتن د پښتنو د حقونو لپاره اؤ د ریاستي ترهګرۍ پرضد مبارزه کوي اؤ هغه د خپلو حقونو نه د محرومه پښتنو لپاره د امید یو بڅرکی یا څرک دی.
بیان کې ویل شوي چې په زندان کې د منظور پښتین د شکنجه کولو اؤځورولو رپورټونه مخکې ته راغلي دي چې په دې ټول امن خوښي پښتانه اندېښمن دي.
د پي ټي ایم بیان کې ویل شوي چې په زندان کې په منظور پښتین تشدد پاکستان کې د بشري حقونو نه د سرغړونې اصل وضعیت په ډاګه کوي اؤ نړیواله ټولنه اؤ امریکا باید ددې پرضد خپل غږ پورته کړي.
د مظاهرې برخه والو پخپله اعلامیه کې د امریکایي حکومت اؤ د بشري حقونو په نړیوالو سازمانونو ټینګار کړی د منظور پښتین په ګډون پاکستان کې د پي ټي ایم د ټولو بندي فعالانو پرته کوم شرط د خوشې کولو غوښتنه وکړي.
همدا شان د بشري حقونو له سازمانو اؤ د امریکې نه غوښتنه شوې ده چې د انساني حقونو اؤ د امن لپاره د غږ پورته کوونکو فعالانو د غیرقانوني ګرفتاریو اؤ نظربندیو غندنه وکړي.
اعلامیه کې ویلشوي چې په منظور پښتن اؤ نورو نیول شوؤ فعالانو د تشدد اؤ هغوي سره د ناوړه چلند د رپورټونو دې پلټنې وکړل شي اؤ د مسولو د احتساب غوښتنه دې وکړل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي د جنورۍ په څلورمه نېټه د اسلام اباد عدالت په وروستۍ مقدمه کې هم د منظور پښتین ضمانت منظور کړی ؤ او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه د خوشې کېدو په مهال بیا د پنجاب پولیسو نیولی ؤ.
د پي ټي اېم فعالان د تېرو قریباً دوو میاشتو راهسې د پښتین حراست د عدالت د فېصلې سپکاوی بلي.
د پي ټي ایم یو فعال اؤ د منظور پښتین نزدې ملګري ادریس پښتین وي او ای ډيوه ته ویلي منظور پښتین لومړی جهلم کې بندیوان و بیا د جنورۍ په اتلسمه نېټه د چکوال ضلعې انتظاميې بندیوان کړو او اوس دوی ته ویل شوي چې اټک ضلعې ته د عامه امن خرابولو په تور وړل شوی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو ملګرو د ګرفتارۍ په ضد او د پښتنو په سیمو کې د ناامنیو پرضد احتجاجونه دوامداره ساتلي دي.
د پي ټي اېم فعالان په خپل بندي مشر منظور پښتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.
د بشري حقونو ملکي او نړیوالو سازمانونو هم د منظور پښتین پر پرله پسې نیولو او په زندان کې د بندي کېدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.
په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د منظور پښتین په جېل کې ساتل غندلي اؤ په دې یې د اندېښنې څرګندونه کړې ده
د بشري حقونو سازمان پخپل یو بیان کې کې پرله پسې د منظور پښتین نیول کېدل اؤ زندانونو ته اچول د بشري حقونو سرغړونه بللې وه.
منظور پښتین د دسمبر په پینځمه د بلوچستان په چمن سیمه کې پولیسو نیولی و او بیا اسلام اباد کې پولیسو ته سپارل شوی و.
په هغه اسلام اباد کې څلور مقدمې درج وې خو عدالت د جنورۍ په څلورمه په وروستۍ مقدمه کې دهغه ضمانت منظور کړو خو ادریس پښتین وايي د تیرو دو میاشتو راهسې بې د څه جرم زندان کې ساتل کیږي.
د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم نیولی وو او په هغه یې تور پورې کړی و چې د ریاست په ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.
Forum