واشنګټن – د امریکا د سنېټ لخوا یو نوی وړاندې شوی امنیتي بېل د ګل یا دوشنبې په ورځ له یوې نا معلومې راتلونکې سره مخ دی، که څه هم د میاشتو راهیسې پرې د دواړو ګوندونو په نظریو باندې مذاکرات شوي.
په دغه بېل کې اوکراین، اسرایل، بشري مرستو او دغه ډول د امریکا او مکسیکو پر پوله د پناه غوښتونکو لپاره د اصلاحاتو په برخه کې په بیلیونونو ډالره شامل دي.
په سنېټ کې د اکثریت مشر چک شومر په دغه بېل باندې د لومړنۍ رایه ورکولو لپاره د شورو یا چهارشنبې ورځ ټاکلې.
هغه ویلي، د دغه بېل لومړیتوبونه "دومره مهم دي چې مخ ترې نه اړول کېږي او دومره مهم دي چې سیاستونو ته اجازه ورکوي چې سره جوړ راشي."
هغه وړاندې وویل، دغه قانوني مسوده "په نړۍ او زمونږ پر پولو باندې د امریکا د ملي امنیت د ځواکمن کولو لپاره یو ارزښتناک ګام دی."
خو د اتوار یا یکشنبې ناوخته د دغه بېل له وړاندې کېدو سره سم د استازو د جرګې مشر مایک جانسن وویل، که چېرې دغه بېل په سنېټ کې چې ډیموکراټان پکې اکثریت لري پاس هم شي او د بیا د استازو جرګې ته راشي چې رېپبلېکنز په کې اکثریت دي نو، "له رسېدو سره سم به ودرېږي."
په دغه بېل کې له روس سره د اوکراین د جګړې د ملاتړ لپاره ۶۰ بیلینه ډالره او له اسرایلو سره د امنیتي مرستې لپاره ۱۴ بیلینه ډالره ځانګړي شوي.
دغه ډول د بېل له مخې به لس بیلینه ډالره د شخړو په سیمو کې د بشري مرستو لپاره ځي لکه په اوکراین، غزې پټۍ او لویدیځې غاړې سیمو کې.
دغه ډول ۲.۴ بیلینه د امریکا هغو پوځي هڅو باندې ځي چې په سره سمندر کې بریدونه مهاروي او ۴.۸ بیلینه به هغو شریکانو ته ځي چې په انډو پسېفېک کې د چین له زور زیاتي سره مخ دي.
د سنېټ مذاکره کونکو په دې کار کړی چې د ولسمشر جو بایډن ګڼ لومړیتوبونه په دې بېل کې ځای کړي چې په هغو کې اوکراین ته د امریکا لخوا د وسلو او ګولیو د لېږد بیا پیلېدل هم شامل دي.
رېپبلېکنز ټینګار کوي چې په دې پکېج کې هغه ګامونه هم شامل کړای شي چې د هغو زرګونو خلکو ستونزه هم حل شي چې په غیر قانوني توګه جنوبي برخو نه تېرېږي.
د هاوس رېپبلېکنانو او پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سنېټ په هڅو باندې نیوکې کړي چې د پولې د امنیت ساتلو په برخه کې کافي څه نه کوي.
جانسن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي، "دا بېل تر هغې هم ډېر خراب دی چې مونږ یې تمه درلوده او د پولې ناورین ته چې ولسمشر رامنځ ته کړی نېږدې هم نه راځي."
خو بایډن د سنېټ د بېل ستاینه کړې او ویلې یې دي، "په دغه بېل کې پر پوله د لسیزو راهیسې تر ټولو سخت او مناسب اصلاحات ځای پر ځای شوي."
بایډن په یو بیان کې ویلي، "اوس باید د هاوز رېپبلېکنز پرېکړه وکړي چې ایا هغوی غواړي چې ستونزه حل کړي او یا غواړي چې په پوله سیاستونو ته دوام ورکړي؟"
هغه زیاته کړې، "ما خپله پرېکړه کړې. زه تیار یم چې ستونزه حل کړم. زه تیار یم چې پوله خوندي کړم."
Forum