د برطانیې شاهي اېوان، بکېنګهم، د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ملک پاچا چارلز ته کېنسر لګېدلی دی. کېنګ چارلز پنځه اویا (۷۵) کلن دی او د اتلسو میاشتو نه کمه موده وشوه چې د برطانیې د نوي پاچا په حیث پر تخت ناست دی. ویل کیږي چې هغه به ریاستي چارو ته دوام ورکړي، د ریاست د مشر په حیث به خپل آئیني کردار ادا کوي، مګر عوامي ذمه دارۍ به وځنډوي.
د برطانیې د شاهي اېوان په بیان کې دا ندي ویلی شوي چې پاچا ته څه قسمه کېنسر لګېدلی خو دا یې واضحه کړې چې د هغه د پراسټېټ ناروغۍ سره څه تعلق نلري. د برطانیې پاچا ته د پراسټېټ یوه ناروغي هم پېښه شوې وه چې له کبله یې هسپتال ته وړل شوی و.
په بیان کې راغلي چې د همدې ناروغۍ په وخت چې کوم معاینات کېدل، نو په کې د پاچا د صحت یوه بله مسئله راښکاره کړی شوه او هغه دا چې پاچا ته کېنسر لګېدلی و. په بیان کې دا هم ویلی شوي چې پاچا د خپلې معالجې دپاره یو شېډول برابر کړی دی. دا هم ویلی شوي چې د پاچا د معالجې چارې به د هسپتال نه بهر جاري وي.
د اېوان په بیان کې راغلي چې پاچا چارلز په کل صورت سره ښه صحت لري او د خپلې معالجې په خاطر خوشبینه دی.
چارلز په سپټمبر ۲۰۲۲ کې، کله چې مور یې ملکه الېزبټ-۲ د اویا کاله پاچاهۍ وروستو مړه شوه، د برطانیې پاچا اعلان کړی شو.
کېنګ چارلز ته چې د خپل کېنسر پته ولګېده، نو هغه خپلو دوو زامنو، شهزاده ویلیام او شهزاده هېري، او همدا راز خپلو وروڼو شهزاده انډرو او شهزاده اېډوارډ، او خپلې خور شهزادګۍ اېن ته ټلیفونونه وکړل او خپل د صحت احوال یې ورکړ.
شهزاده هېري چې په کال ۲۰۲۰ کې له خپلې کورنۍ جدا شو او امریکا ته یې کډه وکړه، د خپل پلار سره یې د هغه د صحت په اړه ټلیفوني خبرې کړي او ویل کيږي چې د هغه لیدو ته به په آینده ورځو کې د امریکې نه برطانیې ته سفر وکړي.
غبرګونونه
د برطانیې سیاسي مشرانو د خپل پاچا د ناروغۍ په اړه د خواشینۍ او حمایت پیغامونه جاري کړي دي. وزیراعظم ریشي سوناک ویلي: "د اعلیحضرت دپاره د مکملې او فوري روغتیا امید لرم. هېڅ شک نلرم چې هغه به ډېر ژر په پوره قوت سره راڅرګند شي، او پوهېږم چې ټول ملک به د هغه د صحت دپاره دعاګانې کوي."
د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ د یو سفر په لړ کې لاس وېګس ښار کې وویل چې د پاچا چارلز د کېنسر خبر یې په سفر کې واورېدلو او ډېر ژر به "که خدای کوله" د هغه سره خبرې وکړي. بایډن خبریالانو ته وویل: "ما سره د هغه فکرمندي شته."
وروستو بیا صدر بایډن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې یو پیغام جاري کړ او په کې یې وویل: "د کېنسر پته لګېدل، معالجه یې، او بیا ترې بچ کېدل، دا ټول امید او مکمله حوصله غواړي. جېل [د بایډن مېرمن] او زه د برطانیې د خلکو سره په دې دعا کې شریک یو چې پاچا سلامت ته دې خدای فوري او مکمله روغتیا په برخه کړي."
د برطانیي په سلطنتي خاندان کې د سلهاوو کلونو راهېسي دا دود او روایت دی چې د صحت په اړه خبرونه پټ ساتلی کېږي، مګر اوسني پاچا، کېنګ چارلز دا روایت مات کړ او څه موده وړاندې یې د خپل پراسټېټ د تکلیف خبره هم اولس ته ښکاره کړله.
د چارلز نیکه، کینګ جارج پنځم ته د سږیو کېنسر لګېدلی و او په فرورۍ ۱۹۵۲ کې مړ شو، خو د مرګه پورې خلک يې په مرض نه و خبر. ځیني تاریخپوهان وایي چې پخپله هغه ته هم نه و ویل شوي چې مرض یې څومره خطرناکه دی.
د ملکه الېزبټ-۲ د ژوند په آخرو کلونو کې هم صرف همدومره ویل کېدل چې هغه د حرکت کولو څه ستونزې لري، او چې مړه هم شوه، نو د مرګ وجه یې په دستاوېزاتو کې صرف "ډېر عمر" وښودل شو.
Forum