لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ځپلې خېبرپښتونخوا شاوخوا يو کروړ زنانو ته به په اتمه فرورۍ د رايو ورکولو موقه ترلاسه شي او که نه؟


په پاکستان کې څه کم شپږ کروړه زنانه د خپلو رايو ورکولو جوګه دي، خو دا نه ده مالومه چې د فرورۍ د اتمې نېټې په عامو انتخاباتو کې به د ترهګرۍ ځپلې خېبر پښتونخوا لږ تر لږه يو کروړ ښځو ته د رايو اچولو موقه ترلاسه شي او که نه؟

د ښځو د حقونو فعالان وايي، په خېبر پښتونخوا کې ښځې د هېواد د نورو برخو په پرتله د رایې ورکولو لپاره د زیاتو مشکلاتو سره مخ دي.

په برطانيه کې د سسیکس Sussex یونیورسټۍ پروفیسره او د ښځو په اړه څیړونکې شاندانه خان مهمند وايي، "د خیبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې، شل فیصده (٪۲۰) او په کلیو الو سيمو کې پنځه وېشت فیصده (۲۵٪) ښځو د کال ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې ووټ نه وو ورکړی کوم چې د نور هېواد په پرتله زياته شمېره ده.

شاندانه خان وايي ، "دا يو شمېر وجې لري. د پښتنو په ټولنه کې د ا هر څه د نارینو د چلند پورې ده ځکه چې ښځې د سړو لخوا کنټرول کیږي، ښځې د رایې ورکولو لپاره په نارینه وو و ډېر انحصار لري، زنانوو ته ویل کیږي چې د کور کارونه وکړي او بهر مه ځئ."

خېبر پښتونخوا د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې ۵۵ څوکۍ (۴۵ عمومي او ۱۰ مخصوصې څوکۍ) لري او د ښځو د حقونو فعالان وايي دا ځل به کتل کېږي چې په اتمه فرورۍ په عمومي څوکیو څومره ښځې د ووټونو په سياليو کې کاميابېږي او بيا انتخابېږي.

د بشري حقونو فعال او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په پاکستان کې لس (۱۰) میلیونه ښځو خپل قومي شناختي کارډونه دي جوړ کړي او واېي چې دې معنی دا ده چې دغه يو کروړ ښځې به خپلې رایې نه شي ورکولې.

هغه په اسلام اباد کې د ډیوه خبریالې رابعه پیر ته وویل، "د دوی له لسو میلیونو څخه شاوخوا نیمایي به یې ځوانې ښځې وي، نو د دې معنی دا ده چې نه یوازې ښځې بلکې د هیواد ځوانې جېنکۍ هم د رایې ورکولو له حقه بې برخې دي."

صائمه منير چې د ښځو د حقونو يوه پېژندلې فعاله ده، وائس اف امریکه ډیوه ته وویل چې د ښځو زیات شمیر د ا څرګندوي دي چې په تیرو کلونو کې په پارلمان کې د ښځو په اړه ډیر قوانین د ښځو لخوا وړاندې کړې شوي دي.

د پاکستان د يوې غېر دولتي ادارې فافین تر مخه که څه هم د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د زنانو شمېره شل فيصده (٪۲۰) ده خو د پارلمان د کال ۲۰۲۲ راپور ښېي چې پنځه دېرش فيصده (٪۳۵) قانونه پارلمان کې زنانه غړو وړاندې کړې وو.

د فافين دغه غیر حکومتي اداره وايي چې د پاکستان په مختلفو صوبو کې د ابادې او ووټ اچوونکو د رجسټریشن يا انداراج تناسب مختلف دی او دغه وجه ده چې بيا په هره صوبه کې د زنانو او نارينه وو شمېره بدله ده.

فافين په یوه تازه راپور کې وايي، پنجاب کې اووه پنځوس فیصده (٪۵۷) خلک د ووټرانو په توګه رجسټر شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې دا ۵۳ فيصده اوسېدونکي، په سند کې ۴۸ فيصده او په بلوچستان کې ترټولو ټیټ کم تناسب دې چرته چې د ټولې ابادې ۳۶ فيصده خلک د ووټرانو په توګه رجسټر شوی دی.

د فافين راپور وايي چې ډېر مشکل دې خبرې هم پېدا کړې چې د يوې سيمې خلک کله بې کوره شي نو ووټ ېي په خپل کلي کې رجسټر يا انداراج شوي وي او وسيږې په بل ځاې کې، او دغه رنګ د خپلې راېي ورکولو نه اکثره محرومه شي. د قبايلي سيمو يو شمېر خلک اوس هم کډوال دي او ووټ نه شي اچولی.

څېړونکي واېي انتخابات يو جمهوري عمل دی خو په پاکستان کې به د دې عمل ګټه به هله وي چې زنانو ته په کې د ابادې په حساب په پارلمان کې نماېندګي ورکړې شي.

د سرکاري شمېرو ترمخه د پاکستان د ابادې نيم په نيم برخه ښځې دي خو په پارلمان کې د دوي شل فيصده نماېندګي د دوی د ابادۍ سره هيڅ سمون نه خوري.

داسې حال کې چې د نفوس ۵۰،۴ سلنه نارینه دي. خو په پارلمان کې د ۷۰ څوکیو په ځانګړې توګه د دوی استازیتوب د دوی له ځواک سره سمون نه خوري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG