واشنګټن – یو امریکايي چارواکي امریکا غږ ته ویلي، چې ایران پلوو هوثي یاغیانو یو ځل بیا د امریکا له هغې غوښتنې بې پروايي کړې ده چې د نړیوالو کښتیو په لارو دې بریدونه بند کړي او که نه نو له پایلو سره به مخ شي.
دی وايي، دا ځل هوثي یاغیانو په یمن کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو څخه په سرې بحیرې باندې د کښتیو ضد شپږ توغندي ویشتي دي.
امریکايي چارواکي چې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کولې وویل، د امریکا سمندري ځواکونو لږ تر لږ یو له دغو توغندیو څخه د نهې په ورځ غورځولی دی او نور په سمندر کې غورځېدلي دي.
د امبري په نامه د یوې برتانوۍ امنیتي کمپنۍ په وینا د هوثیانو په دغو بریدونو کې د برتانیې یوه بار وړونکې کښتۍ چې د بندر په غاړه ولاړه لږ زیانمنه شوې ده.
د پنټګان د مطبوعاتي څانګې مرستیالې سبرینا سېنګ په پنټګان کې خبریالانو ته دا تایید کړې ده چې هوثیانو د نهې یا سې شنبې په ورځ نور بریدونه کړي خو نور جزیات یې ور نه کړل.
د هوثیانو لخوا دا وروستي بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د دفاعي استخباراتو د ادارې لخوا په یو راپور کې چې د نهې په ورځ خپور شوی راغلي دي چې په یمن کې هوثیانو په سیمه کې د خپلو وروستیو بریدونو لپاره د ایران ساخت ډول دول وسلو او ډرونونو څخه کار اخېستی.
په راپور کې هغه انځورونه پرتله شوي چې د هوثیانو لخوا له ګمارل شویو کسانو سره ایراني ډول وسلې لیدل کېږي او ورڅخه څرګندېږي چې د هوثیانو او د ایران د انقلابي ګارد ترمنځ اړیکې څومره پیاوړې دي.
تر دې څو ساعته مخکې د امریکا پوځ ویلي وو چې دوی د هوثیانو لخوا د چاودېدونکو توکو څخه د بار دوو ډرونونو پرضد له دفاعي سیستمونو څخه کار اخیستی.
د امریکا مرکزی قوماندې چې په سیمه کې له امریکايي ځواکونو څخه څارنه کوي وايي، دغو ایراني ډرونونو په سیمه کې د امریکا سمندري کښتیو او سوداګریزو کښتیو ته د پام وړ ګواښ پېښ کړی و."
د پنټګان مطبوعاتي مشر پاټ رېډر د ګل په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ له هوثیانو سره په جګړه کې نه یو. مونږ نه غواړو چې له هوثیانو سره جګړې ته ولاړ شو خو که هغوی بریدونو ته دوام ورکړي نو مونږ به د هغوی د وړتیاوو ختمولو او له منځه وړلو ته دوام ورکړو."
امریکا د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هوثي یاغیانو د کروز میزایلو ګڼو ځایونو باندې بریدونه کړي وو.
دغه ډول امریکا او برتانیې د خالي یا شنبې په ورځ د هوثیانو په لږ تر لږه ۳۶ هدفونو باندې بریدونه وکړل.
Forum