لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین د ۴۹ میلیونو ډالرو له پانګونې سره د افغانستان د تېلو تولید زیات شوی


واشنګټن – د چین د انرژۍ یوې کمپنۍ د افغانستان د تېلو په تولید کې د ۴۹ میلیونو ډالرو پانګونه کړې چې له امله یې د دغه هېواد د خامو تېلو تولید په ورځ کې له ۱۱۰۰ میټریک ټنه څخه زیات شوی.

دا پانګونه د هغې ژمنه شویو پیسو له دریو څخه یوه برخه ده چې پېکنګ یې ژمنه کړې وه.

د چین د زېنجیانګ د مرکزي اسیا د پیټرولو او ګازو کمپنۍ CAPEIC له طالبانو سره یو کال مخکې د تېلو د استخراج په برخه کې یو لوی قرارداد لاسلیک کړی و.‌

د دغه ۲۵ کلن قرارداد له مخې، CAPEIC کمپنۍ باید په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه او تر ۲۰۲۶ کاله پورې په ټولیزه توګه ۵۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

یو جګ پوړي طالب چارواکي له امریکا غږ سره د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې یاده کمپنۍ د موادو او مزدورې د بیې د ناسم اټکل له امله په خپلې پانګونه کې پاتې راغلې او دغه ډول له طالب چارواکو سره د خپل مالي پلان په تصویب کېدو کې یې هم درې میاشتې ځنډ راغلی.‌

طالب چارواکي زیاته کړه، "د قرارداد له عملي کېدو سره به پانګونه هم زیاتېږي."

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو د خزانې وزارت یواځې تېر کال له دغې پروژې څخه ۲۶ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړې ده.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د جیولوجېکي سروې له مخې، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له پراته امو سیند سره ۹۶۲ میلیونه بیرله خام تېل او ۵۲۰۲۵ بیلیونه کیوبېک فوټه طبعي ګاز شته دي.

دې ظرفیت ته د رسېدو لپاره به چینايي کمپنۍ په روان کال کې ۲۲ نورې ساګانې باسي او هدف یې دا دی چې په ورځ کې ۲۰۰۰ ټنه تېل راوباسي چې کابو ۱۵۰۰۰ بېرله کېږي.

یو میټریک ټنه خام تېل ۷.۴۶ بیرله کېږي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د دې پروژې په اړه د اېمېل له لیارې د CAPEIC کمپنۍ نظر هم واخلي خو یادې کمپنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG