لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا سېنېټ د پولې د امنیت قانوني مسوده چې له اوکراین او اسرایلو سره مرستې هم پکې وې رد کړه


واشنګټن – د امریکا سېنېټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې کې ‌پاتې راغی چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د کډوالو د مهار کولو لپاره قانوني مسوده مخې ته یوسي.

په دغې قانوني مسوده یا بېل کې له اوکراین او اسرایلو سره د بیلیونونو ډالرو پوځي مرسته هم شامله ده.

رېپبلېکن وکیلانو د اوږدې مودې راهیسې د سختو قوانینو غوښتنه کړې چې پرې په روزانه توګه د زرګونو هغو کډوالو مخه ونیول شي چې په خپلو هېوادونو کې له جرمونو او غریبۍ څخه تښتي او د ښه ژوند لپاره امریکا ته پناه راوړي.‌

خو په پای کې په سنېټ کې کافي رېپلېکن وکیلانو دا بېل په دې ناکام کړ چې په دې اړه یې له ازاد بحث سره مخالفت وکړ.

د کډوالۍ مسله چې د اوږدې مودې راهیسې د کانګرس او د دواړو ګوندونو د پرلپسې ولسمشرانو لخوا نه ده حل شوې دا ځل یو ځل بیا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره روان کمپاین کې په یوې مهمې مسلې بدله شوې.

د رېپبلېکنز مخکښ کاندید پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کانګرس کې خپل ریپلېکنز وکیلانو باندې زور راوړی چې له دغې بېل سره دې تر هغو مخالفت وکړي تر څو دوی پکې د کډوالۍ په اړه ټول هغه څه ترلاسه نه کړي چې دوی یې غواړي.

ډیموکراټان تور لګوي چې دی غواړڼي په پوله باندې ګډوډي دوام وکړي چې دی یې بیا د کمپاین د مسلې په توګه د ولسمشر جو بایډن پرضد وکاروي.

بایډن د نهې یا سې شنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل، چې دی به د زیاتو کډوالو د رسېدو په مسله کې ټرمپ مسول وبولي.‌

د اوسني قانون له مخې، اکثره هغه خلک چې په غیر قانوني توګه امریکا ته داخلېږي او بیا پناه غواړي په امریکا کې د میاشتو او کلونو لپاره پاتې کېدای شي تر څو چې د کډوالۍ محکمې یې په کېسونو باندې پرېکړه وکړي.‌

د کډوالۍ د بېل له ماتېدو سره به اوس سنېټ په یوې داسې قانوني مسودې باندې غور وکړي چې پکې اوکراین او اسرایلو ته مرستې ورکړل شي خو په پوله باندې به د کډوالو مسله پکې نه وي راغلې.

ټرمپ له رېپبلېکن وکیلانو څخه غوښتي وو چې د کډوالو د کنټرول لپاره وړاندې شوي کمزوري ګامونو مخالفت دې وکړي او که دی د نومبر په ټاکنو کې بیا ولسمشر وټاکل شي نو دی به په کډوالو باندې سخت قوانین عملي کړي.

امریکا د اوکراین سره له سترو مرستندویانو له ډلې څخه دی او بایډن ویلي، دا مهمه ده چې دوی له کیېف سره د مرستو لپاره د ۶۰ بیلینو ډالرو په ارزښت نوره مرسته هم واستوي چې د روسانو د نېږدې دوه کلن یرغل په وړاندې پرې مقابله وکړي.

بایډن ویلي، "که مونږ د اوکراین مرسته و نه کړو نو تاریخ به یې هېڅکه هېر نه کړي."

بایډن زیاته کړه، له اوکراین سره د نورې مرستې ردو به د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یو سوغات وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG