د امریکا سنېټ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ۹۵ بلین ډالرو بهرني امداد په یو قرارداد رایه اخېستنه وکړه چې په کې شپېته (۶۰) بلین ډالر اوکراین او څوارلس (۱۴) بلین ډالر اسرایل ته د امنیتي امداد په مد کې شامل دي. د سلو څوکیو په سنېټ کې، اووه شپېته (۶۷) د قرارداد په حق کې او دوه دېرش (۳۲) د هغه په خلاف رایې ورکړې.
د څو ګېنټو بحثونو وروستو، سنېټ کې د قرارداد د منظوره کېدو دپاره لازمي شپېته ووټونه پوره شول او د آخري یا حتمي ووټ دپاره لاره هواره شوه. په دې قرار داد کې د چین د جارحانه رویې په وړاندې پاسېفیک ملکونو ته هم د بلینونو ډالرو امداد شامل دی.
په سنېټ کې د اکثریتو ډېموکرېټانو مشر سنېټر چک شومر دا مسوده د شورو/چهارشنبې ناوخته پس د هغه وړاندې کړه چې د میاشتو میاشتو مباحثو نه پس د سرحدي تحفظ او بهرني امداد مشترکه ۱۱۸ بلین ډالر والا مسوده ناکامه پاته شوه.
سنېټر شومر وویل، پس د هغه چې پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د رېپبلېکن سنېټرانو سره مبینه رابطه وکړه او هغو نه یې وغوښتل چې دوه ګوندیزه قرارداد ته رایه ورنکړي، نو هغه (چک شومر) هم د وایټ هاوس سره په یو بدیل پلان باندې مشوره وکړه.
سنېتر چک شومر خبریالانو ته وویل: "مونږ ته یوه هفته وړاندې پته وه، کله چې ټرمپ راګډ شو او ویې غوښتل چې دې نه سیاسي خبره جوړه کړي. هغه وویل، ترجیح ورکوي چې په سرحد کې ګډوډي وي، ځکه فکر کوي چې دا به هغه ته انتخاباتو کې مفاد ورسوي. مونږ پوهېږو چې په کار ده مونږ یو جدا آپشن ولرو."
که چيرته هغه مسوده منظوره کړی شوې وه، ترمخه به یې د کډوالو د حراست ځایونو ګنجایش وسعت پیدا کړی و، پناه غوښتونکو به نور دا نشو کولای چې د خپل اسایلم یا پناه غوښتنې د درخواست تر منظورېدو پورې امریکا کې آزاد پاته شي، او صدر ته به دا اختیار ورکړی شوی و چې که د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحد نه د ناقانونه کډوالو د راتګ پیمانه تر خاصې اندازې رسېدلې وه، د سرحد د بندېدو امر ورکړي.
په سنېټ کې قدامت پسنده رېپبلېکنانو وویل چې دا مسوده کافي نده او مشکلات نه حل کوي. رېپبلېکن سنېټر ټډ کروز د تېرې هفتې په سر کې وویل: "باور وکړئ دا د سرحد بحران، قصدي دی. جو بایډن د دې سبب شوی دی. هغه پخپل یو اړخیزه فیصلو د دې سبب شوی."
د امریکا د سږکال په انتخاباتو کې د کډوالو مسئله ډېره لانجمنه او د بحث وړ ښکاري.
توقع دا ده چې د امریکې سنېټ به په آینده دوو ورځو کې هم د سرحدي امنیت او بهرني امداد په مسئلو کار وکړي.
Forum