لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ ویلي انتخابي عمل کې ۵۱ ترهګرو بريدونو کې د لسو امنیتي اهلکارو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي، انتخابي عمل کې ۵۱ ترهګرو بريدونو کې زياتره په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي، د لسو امنيتي اهلکارو په ګډون پکې ټول ۱۲ تنه وژل شوي دي.

پاکستان کې پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (اتمه فرورۍ) عام انتخابات ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ په ملک کې په پرامنه ډول انتخاباتو قوم ته اومبارکي ويلې ده.

پوځ ویلي، په ملک کې په انتخابي عمل کې د پوځ او نورو امنیتي ادارو يو لک ۳۷۰۰۰ عسکر په ۶۰۰۰ حساسه پولينګ سټېشنو په ځای کړی شوي او د چټک ځواک (کويک رسپانس فورس) ۷۸۰۰ نه زياتو اهلکارو د رايو اچولو عمل د خلکو دپاره خوندي کړی وو.

پوځ ویلي،"د ترهګرو لخوا په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې ۵۱ حملې شوي او د امنيت خرابولو هڅه شوې ده خو په ټول ملک کې امنیت ټينګ ساتل شوی دی".

د پوځ ترمخه، "په دغو حملو کې د لسو امنیتي اهلکارو په ګډون ټول ۱۲ کسان وزل شوي او ۳۹ ژوبل شوي دی".

پوځ د پينځو ترهګرو وژلو دعوه کړې ده. پوځ د حملو تفصيل نه دی ویلی چې چرته چرته شوي دي.

خو پرون د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک سيمو کې چاودنه او وسله والو بريدونه شوي وو. او د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې په ليویز ځواک چاودنه شوې وه.

پاکستان کې د انتخاباتو نه وړاندې د انتخابي کمپېن په وخت په ځانګړي ډول بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې د ناامنۍ ګڼې پېښې شوي، انتخابي امېدواران وژل شوي او په انتخابي کمپېنو حملې هم شوې وې.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، امریکا په پاکستان کې د تشدد په پېښو، په رسنیو د قدغنونو، د انټرنېټ د ازادۍ او د رایې څرګندولو مخې ته په پرتو خنډانو اندېښنه لري او غواړي چې د انتخاباتو په عمل کې باید د رایې څرګندولو بشپړ درناوی وشي.

پاکستان کې پرون د انتخاباتو په مهال موبايل او انټرنېټ په عارضي توګه ځنډول شوي وو، د کورنيو چارو وزارت ويلي د ترهګرۍ د خطرې له امله موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG