واشنګټن – ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اسرایلو د وزیر اعظم په پوځي کمپاین باندې چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر ۲۷۰۰۰ زیات فلسطینیان پکې وژل شوي تر ټولو سخته نیوکه کړې.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، "زما دا نظر دی، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې په غزه کې دغه ځواب ډېر سخت دی."
بایډن وویل، چې د حماس لخوا د برمته شویو کسانو د خوشې کولو او د اسرایلو له زندانونو څخه د فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې یوه لنډه مهاله اوربند ته ډېر سخت کار کوي.
د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د حماس لخوا د اوربند وړاندیز رد کړ او د حماس لخوا وړاندې شوي شرایط یې سم نه دي.
بایډن وویل، "زه په نه ستړي کېدونکي توګه په دې تړون باندې کار کوم." او زیاته یې کړه چې دی باور لري چې دا به "په جګړه کې د دوامداره وقفې" پورې غځېدلی شي.
هغه دا هم وویل، چې دی په دې هم فشار راوړی چې غزې ته بشري مرستې زیاتې شي.
بایډن وویل، "لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ د مکسیکو سیسي په لومړي سره نه غوښتل چې د بشري مرستو لپاره دروازه پرانیزي." چې په غلطۍ سره یې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي یادوه.
"ما ورسره خبرې وکړې. ما دې ته وهڅوه چې دروازه پرانیزي. او له نتن یاهو سره مې خبرې وکړې چې اسرایلو لوري ته لاره پرانیزي."
بایډن دغه څرګندونې د ځانګړي کونسل د راپور په ځواب کې په بیړه ټاکل شوې وینا کې وکړې.
په دغه راپور کې چې د زیارت په ورځ خپور شوی راغلي دي چې هغه په قصدي توګه پټ پوځي او د ملي امنیت معلومات په ډاګه کړي او بیا یې د خپلې حافظې د کمزورۍ یادونه کړې هغه اندېښنه چې امریکايي وټران یې د نومبر د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې لري.
په روانه اونۍ کې د ان بي سي نیوز د یوې نوې سروې له مخې، درې برخې رایه ورکونکي چې نیم ډیموکراټان هم پکې راځي وايي، دوی د ولسمشر د فکري او فزیکي روغتیا په اړه اندېښنې لري.
خو بایډن وايي، "زه حافظه ښه ده."
د رفعې په سر خبرداری
سپینې ماڼۍ د زیارت یا پنجشنبې په سهار اسرایلو ته خبرداری ورکړی چې د نتن یاهو حکومت دې د مصر سره د پولې په اوږدو کې د په رفعه باندې پوځي عملیات نه کوي.
رفعه ته د غزې ۲.۲ میلیونه وګړي ورغلي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، "په غزه کې په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو په ژغورنه کې د هر ډول فکر او غور له نه شتون سره به اوس هلته پوځي عملیات یو بحران وي. او دا هغه څه نه دي چې مونږ یې ملاتړ کوو."
د هغه دغه تبصره ګټ مټ د ملګروملتونو د مشر انټونیو ګوټېریش په څېر وه چې د زیارت یا پنجشنبې په سهار د یوې "لویې ټراژیدۍ" د خطر خبرداری ورکړی ځکه هغه فلسطینیان چې په رفعه کې راټول شوي د تګ لپاره بل ځای نه لري.
Forum