واشنګټن – د پاکستان د ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې د یو اوږد ځنډ او له هغو تورونو وروسته چې د پوځي ملاتړ لرونکو ګوندونو په ګټه اړول کېږي، د جمعې په ورځ ورو ورو راروانې شوې.
انتخابات د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وشول چې ورسره په ټول هېواد کې د موبایل ټیلیفونونو او انټرنېټ خدمات ځڼدول شوي وو او ورسره ځای ځای تاوتریخوالی هم وو او لا له مخکې څخه ددغو جنجالي ټاکنو د پایلو او کروالي د اندېښنو په اړه شکونه نور هم زیات شول.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن لومړۍ څو پایلې د جمعې وختي اعلان کړې چې دا له ټاکنو څخه ۱۲ ساعته وروسته کېږي.
دغه ډول کمېشن یواځې ۲۴ فیصده پالې ماسپښین ناوخته اعلان کړې.
له دغو پایلو ښکاري چې ازادو کاندیدانو چې اکثره یې د تحریک انصاف يا پي ټي آی لخوا ملاتړ کېږي له تمې زیاتې څوکۍ ګټلي.
که څه هم رهبر یې په زندان کې دی او د حکومت لخوا پرې له ټاکنو مخکې یو لړ بندیزونه هم ولګېدل.
په انتخاباتون کې سیالي د قومي اسامبلۍ یا د استازو د جرګې د ۲۶۶ څوکیو لپاره وه.
پي ټي آی پورې تړلي کاندیدان د پاکستان د مسلیم لیګ ن ګوند سره چې مشر یې نواز شریف درې ځله د پاکستان وزیر اعظم پاتې شوی غارړه په غاړه روان.
دغې ډلې ته داسې کتل کېږي چې د ځواکمن پوځ ملاتړ هم له ځانه سره لري.
د پاکستان پیپلز ګوند چې د بلاول بوټو زرداري لخوا یې مشري کېږي داسې ښکاري چې ورپسې په دریم ځای کې روان دی.
د پي ټي آی سرپرست چېرمېن ګوهر خان په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې ادعا کړې چې ګوند یې په ۱۵۰ څوکیو باندې مخکې دی خو دغه "هڅې د دې لپاره کېږي چې پایلې بدلې کړي."
د پی ایم ال ان ویانده مریم اورنګزېب ادعا کړې چې ګوند یې په یو ځواکمن پوزېشن کې دی او په دې به وتوانېږي چې په اسلام اباد کې حکومت جوړ کړي.
د ټاکنو د سیمیزو مرکزونو د شمېرو او د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، د پي ټي آی تر ملاتړ لاندې کاندیدان په ټول هېواد کې مخکې دي.
په ځینو حالاتو کې دوی له ۳۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ رایو پورې له نورو مخکي دي او په نورو کې یې له لږ توپیر سره بایللې ده.
د ټاکنو په پایلو کې د بدلون تور په پایلو کې په ځنډ باندې تپل شوی چې پي ټي ای ادعا کوي د ټاکنو د اړولو لپاره شوي.
په واشنګټن کې له وېلسن سنټر څخه د جنوبي اسیا د انسټیټوټ مشر مایکل کوګلمن وايي، "کچېرې په وروستیو پایلو کې د پي ټي آی له بریا پرته بل څه ښکاره کړي نو پي ټي آی به یې د درغلیو د پایلو په څېر رد کړي. او ښکاره هم ده ځکه چې د دوی لومړنیو پایلو وروستۍ پایلې وځنډولې. پوځ قصد لري چې پي ټي آی ته واک لا ور نه کړل شي. او په دې بهیر کې یې مداخله کړې."
خو د ټاکنو کمېشن د پایلو په بهیر کې د ځنډ تور په "انټرنیټي ستونزې" اچولی او د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په ورځ د موبایل ټیلیفونونو او انټرنېټ خدماتو د ځنډولو د اقدام دفاع کړې او دا یې د انتخاباتو د امنیت لپاره یو مهم ګام بللی.
دغه خدمات د جمعې وختې بېرته په ځای کړای شوي دي.
خو د ټیلیفوني او انټرنیټي خدماتو پرې کولو سره هغو تورونو زور اخېستی چې د پاکستان د پوځ تر ملاتړ لاندې لنډ مهاله حکومت غواړي ټاکنو کې درغلۍ وکړي په ځانګړي ډول له دې چې د خان ته وفاداره کاندیدان برلاسي نشي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند وېډېنټ پتېل د زیارت په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل،
"مونږ هم ددغه اخېستل شویو ګامونو په اړړه اندېښمن یو چې د بیان ازادي محدودوي، په ځانګړي ډول د انټرنېټ او د ټیلیفونونو د کارولو ستونزه."
Forum