لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وایي چې غزه کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې د ودانۍ لاندې، د حماس سمڅې موندلي


د اسرایل پوځ دعوه کړې چې په غزه کې یې د سلهاوو مټره په اوږدوالي د سمڅو یا سرنګونو داسې اډانه موندلې چې یوه برخه یې د ملګرو ملتونو د خېرښېګړې ادارې (اونرا) د مرکزي ودانۍ لاندې تېره شوې ده. اسرایل وایي، دا یوه نوې بېلګه ده چې ښيي د حماس تندلاري د فلسطینیانو دپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې لاندې ځانونه پټوي.

د اسرایل د پوځ انجنیرانو د بهرنیو خبري ادارو خبریالان د دغو سرنګونو لیدو ته وړي دي. هغوی اول د ملګرو ملتونو د ادارې ترڅنګ یو سکول ته نږدې په یو غار ننوتل چې بیا د کانکرېټو یو ټنل یا سمڅې ته ورښکته شول.

شل منېټه د هغه نري او تود سرنګ په منځ کې د تګ نه وروستو، هغوی داسې ځای ته ورسېدل چې، هغو سره د رهنما په حیث د ملګري اسرایلي پوځي په وینا، په سر باندې یې د ملګرو ملتونو د خېرښېګړې ادارې (اونرا) مرکزي ودانۍ وه.

د اسرایل پوځ وایي چې دا سرنګ اووه سوه (۷۰۰) مټره اوږد دی او اتلس مټره د ځمکې لاندې دی چې په اړخونو کې ځیني کوټې هم لري. په دغو کې یو دفتري ځای هم لیدل کېدو چې د فولاد/سټیل صندوقونه په کې و خو دروازې یې پيرانېستې وې او خالي ښکارېدل. یوه غټه کېمره د کمپیوټر د سرورونو ډکه وه، او بله کې بېټرۍ پرتې وې.

د اسرایل د پوځ لیوټننټ کرنل آیډو، چې خبریالانو ته یې دا ځای ښکاره کولو، وویل: "هرڅه د دې ځایه ترسره کیږي. دا ټوله سمڅه/ټنل چې تاسو تر دې ځایه راغلئ، بجلۍ یې د همدې ځایه ورغلې ده."

هغه زیاته کړه چې داسې ښکاري کله چې اسرایلي عسکر دې سیمې ته نږدې شوي دي، د حماس تندلاري دا سمڅې پرېښودلي او تښتېدلي دي. دغه اسرایلي پوځي د رابطې جوړولو ځیني کېبلونه هم وښودل چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر د تهکاوۍ د ځمکې له لارې غځېدلي و. هغه وویل چې حماس ډلې دا کېبلونه غوڅ کړي دي.

د اونرا د چارواکو د استعفا غوښتنه

د سمڅو د موندل کېدو نه پس، د اسرایل خارجه وزیر، اسرائیل کټز په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې د یو پوسټ لیکلو په ذریعه، د اونرا (د فلسطینیانو دپاره د ملګرو ملتونو د خېرښېګړې ادارې) د مشر فېلیپې لازاریني د مستعفي کېدو غوښتنه وکړه.

لازاریني ویلي دي چې هغه د دې سمڅې د موجودیته خبر نه و، مګر د اسرایل خارجه وزیر دا دعوه باطله ګرځولې او ویلي یې دي چې دا "نه صرف مضحکه خیز بلکي د منطق خلاف خبره هم ده."

اونرا ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې هغو د اکټوبر په ۱۲مه له هغه مرکز څخه راوتلي و نو له دې مخې د اسرایل لخوا د سمڅې موندنې دعوه "نه تصدیق کولی شو، او نه ورباندې څه تبصره کولی شو."

بیان کې دا هم راغلي چې: "اونرا.... نه پوځ لري، نه امنیتي ماهرین او نه دا صلاحیت ورسره شته چې د پوځي اړخه دا وګوري چې د ودانیو لاندې یې ممکن څه شان وي."

د فلسطینیانو دپاره د ملګرو ملتونو د خېرښېګړې اداره (اونرا) دا وخت د سخت فشار او کړکېچ سره مخ ده. اسرایل ورباندې دا تورونه لګولي چې د هغې ادارې ځیني کارکنان د اکټوبر ۷مې نېټې په ترهګرو حملو کې شامل و. اونرا په دې اړه خپله پلټنې پیلې کړي او یو شمېر کارکنان یې له کاره شړلي دي.

فلسطینیان په اسرایل تور لګوي چې د اونرا د بدنامه کولو او تړلو دپاره د دروغو معلومات خپروي. په اونرا کې دیارلس زره کسان په غزه پټۍ کې کار کوي او دا اداره د کلونو راهیسي په لکهاوو فلسطینیانو ته د مرستې یوازېنۍ ذریعه پاته شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG