د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلعه کې د پنچګوړې سيند په غاړه د بارودي موادو چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
په کوز دير کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ترمخه د تېمرګرې په شګو کس کې د پنچګوړې سيند په غاړه چاودنه شوې، يو ماشوم پکې وژل شوی او څلور ژوبل شوي، نور ژوبل چې عمرونه یې د 19کالو نه کم دي، د تېمرګرې او پېښور روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي.
د کوز دير پوليس په خپله فېس بک پاڼه د پېښې تاييد کړی دی.
د پوليسو په وینا د سيند په غاړه پخواني چاودېدونکي مواد چاودلي، او پوليسو هم پېښه کې د يو ماشوم د وژل کېدو او څلورو ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
ويل شوي، د ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) ضياالدين احمد د پېښې موقعې ته ورغلی په سمدستي توګه یې د پېښې د مقدمې درج کولو ويلي دي.
د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو او ځانګړي ډول جنوبي او شمالي وزيرستان کې دغه ډول د ماين چاودنو پېښې کيږي.
د جنورۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان په میرعلي علاقه کې يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي وو.
له دغې وړاندې د تېر کال ستمبر په میاشت کې پرله پسې دوه ورځې دوه پېښې شوې وې، په شوال سيمه کې په يوه ماين چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي وو.
له دغې يوه ورځ وړاندې د شمالي وزيرستان په ګړيوم تحصيل کې په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې وه، څلور ماشومان او مور يې پکې وژل شوي وو.
ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي دي.
د دغو ماينونو ضد وخت په وخت احتجاجونه هم شوي او د پاکستان پوځ ویلي، د ماينونو د پاکولو کار دوام لري.
Forum