لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: امریکا د کرکې دپاره ځای نه لري


د اوهایو ریاست په ډېټن ښار کې نهه کسان ووژل شو
د اوهایو ریاست په ډېټن ښار کې نهه کسان ووژل شو

په دوو بیلا بیلو حملو کې د ٢٩ کسانو د وژل کېدو وروسته، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل امریکا د نسل په بنیاد کرکې دپاره ځای نه لري او امریکایان به د یوځای کېدو دلارې د نفرت او تعصب مخه نیسي.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې په داسې حال کې وینا کووله چې په تېرو ١٣ گنټو کې د امریکې په ټېکسس او اوهایو ریاستونو کې د گڼې گوڼي په ځایونو کې د مسلح حمله کوونکو په ډزو کې ٢٩ ووژل شو او گڼ شمېر نور زخمیان شول.

صدر ټرمپ وویل امریکایان به د رایوځای کېدو دلارې د نسلي تعصب، د سپین پوستکو د معتبرۍ د فکر او د نفرت مخه نیسي. "امریکا د نفرت دپاره ځای نه لري."

صدر ټرمپ وویل د قانون وزارت ته به امر کوي چې کانگرس ته د منظورۍ دپاره داسې قانون وړاندې کړي چې د کرکې په جرمونو کې ککړو کسانو ته "زر او په فیصله کن" ډول د مرگ سزا ورکړی کیدی شي.

د خالي، شنبې، په ورځ د ټیکسس ریاست په الپېسو ښار کې مسلح کس "وال مارټ" نومې لوې دوکان کې په ډزو لږ تر لږه ٢٠ کسان ووژل او ٢٦ نور یې زخمیان کړل. حمله کوونکی ٢١ کلن پېټرک کروسیس نیول شوی دی. مامورینو د حملې تحقیقات پېل کړې دي او وايي ممکنه ده چې دا حمله د کرکې په بنیاد شوې وي. په حمله کې د میکسیکو هیواد شپږ شهریان هم وژل شوې دي او چارواکو ویلي حمله کوونکي کس په انټرنېټ داسې مواد شائع کړي وو چې پکې په هسپانوي ژبه ویونکو د حملې خبره شوي وه.

د اتوار، یکشنبې، په سحر د اوهایو ریاست د ډېټن ښار د تفریح په برخه کې مسلح تن نهه کسان ووژل. په وژل شویو کسانو کې د حمله کوونکي خپله خور هم شامله وه. پولیس د حمله کوونکي شناخت د ٢۴ کلن کانر بېټس په نوم تن کړی دی چې د کالج طالب علم و، زغره یې اغوستې وه او اضافي گولۍ یا مرمۍ یې هم لرلې. هغه پولیس په ځوابي ډزو کې ووژلو.

صدر ټرمپ وویل داسې قوانین به پرځای کوي چې په ذهني توگه ناروغه او په سنگینو جرمونو کې ککړ کسان به وسله نشي اخیستلی.

امریکايي صدر زیاته کړه چې د تشدد نه ډک وډیو گېمونه او انټرنیټ خلک د سخت دریځۍ په لورې بیايي نو ځکه په دې اړه هم گامونه پورته کول پکار دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس، یوایس ای ټوډی ورځپاڼې او د نارت اېسټرن یونیورسټۍ د معلوماتو تر مخه په د الپېسو او ډېټن پېښې سږ کال په امریکا کې د قتل عام ٢١ مه او ٢٢ حمله وه.

یوه هفته وړاندې په کېلېفورنیا ریاست کې په یوه مېله کې د ډزو په پېښه کې مسلح تن درې کسان ووژل.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG