لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سیمه کې داعش اؤ ټي ټي پي ډلې پیاوړې شوې دي


څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته په دې سيمه کې دداعش او تحريک طالبان پاکستان په څېر تنظيمونه پياوړي شوي دي، د دوي په بريدونو کې زياتوالی راغلی او دا په راتلونکي کې په افغانستان او پاکستان کي د خراب امنيت سوب ګرځېدای شي۔

څيړونکي وايي د افغان طالبانو واک کې له راتلو روسته په افغانستان کې جېلونو نه ګڼ شمېر د تحريک طالبان پاکستان او داعش غړي خوشې کړی شوي وؤ او د هغې وروسته د دواړو ډلو لخوا په بريدونو کې زياتوالی ليدل کيږي.

دتحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمېنځه مذاکرات راوان دی خود غېر دولتي تنظيم پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ سټډيز رپورټ ترمخه د تېرې مئ په مياشت کې په پاکستان کې 29 بريدونه شوي چې 20 تنان پکې وژل شوي او يو 39کسان پکې ټپيان شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه وه اخستې ځکه چې د حکومت سره يې اور بند اعلان کړی دی .

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ شمېرو تر مخه د مئ په مياشت کې په پاکستان کې داعش ډلې د اتوؤ او جون کې يې د څلورو بريدونو ذمه واري اخستې وه۔

دغسې په افغانستان کې داعش ډلې د مئ په مياشت کې 21، جون کې د 20 او روانه مياشت کې د دوو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده.

خبريال او څيړونکی رفعت الله اورکزئ وايی "د ۱۵ اګست نه چې کله طالبان راغلل د داعش په حملو کې ډير زیاتوالی راغلی، د کابل په هوایي ډګر، د سني او شيعه مسلک لرونکو په جماعتونو بريدونه وشول، نو دا ډيره عجيبه خبره ده چې د طالبانو راتلو سره د داعش په طاقت کې ډېره اضافه وشوه"

څيړونکي وايي افغانستان کي افغان طالبان لا هم د پاکستاني طالبانو په ضد عملياتو ته اماده نه ښکاري، کوم چې د پاکستان حکومت د پاره مشکلات زياتولی شي،

د څېړونکو په وینا افغان طالبان د کور دننه د سياسي مخالفینو او دداعش په څېر د ډلو د بريدونو سره هم مخ دي، نو کمزوري واک لرونکي طالبان به ونه کړی شي چې د ټولو ډلو په خلاف ګامونه پورته کړي او دا به د ګاونډيو هېوادونو او د نړيوال امن د پاره ګواښ جوړيږي۔

دمردان دعبدالولي خان پوهنتون دنړیوالو اړیکو د زده کړو دڅانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان اؤ‌ داعش اؤ په افغانستان کې داعش خراسان په راتلونکي کې امنیت لپاره ستر ګواښ دی.

دهغه په وینا"دلته د پاکستاني طالبانو په طاقت کې زياتوالی راغلی او داعش هم دبريدونو ذمه واري اخلي، او افغانستان کې داسې ښکاري چې دطالبانو نه وروسته يو بل خطرناک ګروپ په افغانستان کې جوړيږي، په افغانستان کې ډيره خطره جوړيږي، دغسې هند کې هم داعش د بريدونو ذمه واري اخلي، نو ګاونډي ملکونو او د نړۍ هېوادونو له، د دې خطر په اړه ډېر سوچ پکار دی"


څيړونکي وايي تر څو چي د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر مېنځه اور بند روان وي د مزاکراتو کاميابيدو تمه لرل کېدای شي خو دا به ډير وخت وغواړي ځکه چې د دواړو خواو نه وخت په وخت په يو بل مذاکراتو کې دغېر سنجيدګۍ نيوکې هم کيږي، دغسې افغان طالبان هم وايي داعش کوم لويې خطر نه ګڼې او ځاي په ځاي د دوي پر ضد عمليات ترسره کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG