د 19 کلنو د کرکټ نړيواله اتلولۍ يا فاينل کې د اسټريليا کرکټ لوبډلې د هند لوبډلې ته په 79 رنزونو ماتې ورکړې او اتلولي یې ګټلې ده.
د 19 کلنو د کرکټ نړيوالې سيالۍ چې په جنوبي افریقا کې کېدلې، د اسټريليا لوبډلې په ټاکلو 50 اوورونو کې په اووه لوبغاړو سوځېدو 253 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې یې د هند لوبډله په 44م اوور کې په 174 رنزونو اوټ شوې او ماتې یې خوړلې ده.
د 19 کلنو د کرکټ نړيوالو سياليو کې 16 لوبډلو برخه اخستې ده، يادې سیالۍ په 19مه جنورۍ پېل شوې وې.
د دغو سياليو په لومړي سیمي فاينل کې د هند لوبډلې جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې او په دویم سيمې فاينل کې اسټريليا د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
پايلوبه پرون ترسره شوې او اسټريليا اتلولي ګټلې ده.
تېر کال د نومبر په مياشت کې د اسټريليا لوبډلې د سړو يا نارينو د يو ورځني نړيوال کپ پايلوبه کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه اتلولي هم د اسټريليا د لوبډلې سره ده.
Forum