د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ګوانتانامو په زندان ګې دوه پخواني افغان بندیان چې نږدې اوه کاله دمخه له دغه زندان څخه تر خوشې کیدو وروسته په یو عربي هیواد کې نظربند وو کابل ته رسیدلي دي.
دغه وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي چې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم نن سهار د فلای دبۍ د هوايي کرښې په یوه الوتنه کې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اتوار یا یکشنبې د ورځې په ماښام د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې، ملا عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت د مرکز او عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي دی.
د ښاغلي قانع د معلومات له مخې ملا عبدالظاهر صابر د امریکايي ځواکونو له خوا په ۲۰۰۲ کال کې تر نیولو وروسته د بګرام هوايي ډګر زندان ته استول شوي وو او په دغه زندان کې د څلورو میاشتو تیرولو وروسته بیا د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.
همداشان عبدالکریم د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و چې بیا د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې دا دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي شوي و او عمان سلطنت ته د څارنې لپاره سپارل شوي وو.
هغه ویلي:" په عمان کې یې اوه کاله د سفر د اجازې پرته تر څارنې لاندې تیر کړي چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د هڅو په پایله کې لګیدلي محدودیتونه رفع شوی دي".
له طالب چارواکو پرته تر اوسه پورې د امریکا او عمان چارواکو ددغو خوشې کړای شویو او په نظر بند کې د ساتل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا حکومت په مختلفو پړاونو کې له دغه زندان څخه د افغانانو په ګډون بندیان خوشې کړي او د ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم په څیر یې د څارنې لپاره ځینو عربي هیوادونو ته سپارلي وو.
په دغو کسانو کې د طالبانو د حکومت پنځه چارواکي هم شامل وو چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې پر مهال د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د یو امریکايي عسکر سره د تبادلې په پایله کې د قطر حکومت ته سپارل شوي وو.
د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قومونو د چارو وزیرملا الله نورالله نوري، د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق، د دغه حکومت د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په دغو پنځو طالب چارواکو کې شامل و چې د ګوانتانامو له زندان څخه د خوشې کیدو وروسته قطر ته د څارنې لپاره سپارل شوي وو.
(دا راپور د امریکا غږ اشنا له پاڼې اخېستل شوی.)
Forum