اسرایلي ځواکونو د ګل/دوشنبې په ورځ په رفح ښار کې پوځي عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې دوه یرغمل شوي کسان آزاده کړل. مګر په دې لړ کې چې اسرایل کومې فضایي بمبارۍ وکړې، په هغو کې لږ تر لږه اووه شپېته (۶۷) فلسطینیان په رفح کې ووژل شول.
رفح د غزه پټۍ په جنوبي علاقه کې یو سرحدي ښار دی چې اوس مهال شاوخوا یو میلین فلسطینیان د جګړې د ېرې هلته تللي او اکثرو په خېمو کې اړولي دي.
د اسرایل پوځ، شین بېټ امنیتي ادارې، او د سپېشل پولیسو یوې ډلې وویل چې هغوی دوه یرغمل نارینه، شپېته کلن فرنانډېز سایمن مارمن او اوویا کلن لویس هار ژغورلي دي. دغه دواړه کسان د اسرایل او د ارجنټین شهریت لري، او د اکټوبر په اوومه د حماس ډلې په ناڅاپي ترهګرو حملو کې یرغمل وړل شوي و. د حماس په هغو حملو کې شاوخوا دوه سوه و څلوېښت کسان یرغمل یووړل شول، او دوولس سوه (۱۲۰۰) نور ووژل شول. د همدې حملو په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس په ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې تر اوسه دوام لري.
د دې عملیاتو د پیل نه د څلورو میاشتو په تېرېدو، د غزې د صحت چارواکي وایي چې تر اوسه هلته کې د اته ویشت زره (۲۸۰۰۰) زیات فلسطینیان وژل شوي او قریب اته شپېته زره (۶۸۰۰۰) نور زخمیان شوي دي. د غزې پټۍ زیاتره برخه هم د اسرایل په بمباریو او ځمکنیو حملو کې تباه شوې ده.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د یرغمل شوو تنانو د ژغورنې عملیات ستایلي، او د نړېوالو دا اعتراضونه یې رد کړي چې په رفح کې د اسرایل د جنګي پلان په اړه یې څرګند کړي دي.
نېتنیاهو د اسرایلي ځواکونو کاروایي ته آفرین ویلی او زیاته کړې یې ده: "فرنانډو او لویس، کور ته ښه راغلئ. د مکملې کامیابۍ پورې صرف دوامداره پوځي فشار به زمونږ د ټولو یرغمل شوو تنانو آزادي کړي."
د اسرایل د پوځ یو ترجمان وویل چې دغه یرغمل تنان د یوې ودانۍ په دویم چت کې ساتل کېدل، او اسرایلي عسکرو په هغه ځای چاپه ووهله، د تندلارو سره په ډزو کې ښکېل شول، او ودانۍ ته یې چاودېدونکي مواد هم کېښودل.
د اسرایل د پوځ دغه ویاند، ریچارډ هېخت زیاته کړه: "مونږ د ډېره وخته په دې عملیاتو باندې کار کولو، مونږ انتظار کولو چي صحیح موقعه برابر شي."
نيتنياهو دوه ورځې وړاندې وویل چې په رفح ښار کې د موجودو بېځایه شوو فلسطینیانو دپاره به "محفوظه لاره" مهیا کړی شي چې دوی له هغه ځایه ووځي، خو دا یې ونه ویل چې هغوی به چېرته ځي.
ملګرو ملتونو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې اسرایل سره به د رفح څخه د فلسطینیانو د لېرې کولو په چاره کې مرسته ونکړي.
د ملګرو ملتونو ترجمان، ستېفن دوجاریک وویل، هرڅه چې کیږي، په کار ده چې د نړېوالو قوانینو مطابق وي او د اولسي وګړو د تحفظ خیال په کې وساتل شي. هغه زیاته کړه: "مونږ (ملګري ملتونه) به د خلکو په جبري بېځایه کولو کې کردار ونلرو. اوس مهال په غزه کې هېڅ داسې ځای نشته چې محفوظه وګڼل شي."
Forum