لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انتخاباتو کې د ماتې خوړو وروسته د جماعت اسلامي او استحکام پاکستان ګوند مشرانو استعفاګانې ورکړي


مولانا سراج الحق او جهانګیر ترین، چې د خپلو ګوندونو د مشرۍ نه مستعفي شوي دي
مولانا سراج الحق او جهانګیر ترین، چې د خپلو ګوندونو د مشرۍ نه مستعفي شوي دي

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې د ماتې خوړو وروسته، د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او تېر کال د نوي جوړ شوي سياسي ګوند استحکام پاکستان مشر جهانګير ترين استعفاګانې ورکړي دي.

پاکستان کې د ترسره شوو انتخاباتو د غېر حتمي نتيجو ترمخه د قومي اسمبلۍ په ۲۶۴ څوکو ترسره انتخاباتو کې جماعت اسلامي يوه څوکۍ هم نه ده ګټلې او استحکام پاکستان ګوند دوه څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په اېکس ويلي، "د محنت او هڅو باوجود مې بريا ترلاسه نه کړی شوه، په انتخاباتو کې د ماتې خوړو زمه واري قبلوم او د جماعت اسلامي د مشرۍ څخه استعفا ورکوم".

سراج الحق په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو کې د خپلې پلارنۍ علاقې د خېبرپښتونخوا د کوز دير څخه د قومي اسمبلۍ په اېن اې (۶) ماتې خوړلې وه.

د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه، سراج الحق ۵۶،۵۳۸ ووټونه اخستي او په دغه حلقه ازاد امېدوار محمد بشير خان ۸۱،۰۶۰ ووټونه ترلاسه کړي او ګټلې یې وه.

هم پرون د استحکام پاکستان ګوند (آی پي پي) مشر جهانګير خان ترين په انتخاباتو کې د ماتې خوړولو وروسته نه يواځې د ګوند د مشرۍ څخه استعفا ورکړې بلکې د سياست پرېښودو یې هم ویلي دي.
نوموړي هم دغه اعلان په اېکس کړی دی.

جهانګير ترين په انتخاباتو کې د خپلې پلارنۍ علاقې پنجاب صوبې د لودهرا او ملتان سيمو نه د قومي اسمبلۍ په دوه حلقو (اېن اې ۱۵۵ لودهرا او اېن اې ۱۴۹ ملتان) امېدوار وو او دواړه څوکۍ يې بايللې وې.

جهانګير ترين چې د پاکستان شتمن سياستوال ياديږی، تېر کال یې د استحکام پاکستان په نوم خپل ګوند جوړ کړی وو، له دې وړاندې نوموړی د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند کې پاتې شوی او له هغې وړاندې د مسلم ليګ ق سره او د پخواني پوځي امر صدر مشرف په کابينه هم پاتې شوی وو.

د سراج الحق او جهانګير ترين نه وړاندې د عوامي نيشنل ګوند امير حېدر خان هوتي هم په انتخاباتو کې د ماتې خوړو وروسته د ګوند د سينير نايب صدر يا مرستیال مشر د څوکۍ څخه استعفا ورکړې وه.

هوتي د خپلې پلارنۍ علاقې مردان په اېن اې ۲۲ د قومي اسمبلۍ په حلقه د عوامي نيشنل ګوند امېدوار وو، د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه نوموړي ۶۶،۶۷۴ ووټونه یې اخستي او په مقابله کې تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار محمد عاطف ۱۱۵،۸۰۱ ووټونه ترلاسه کړي او ګټلې یې ده.

پښتون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند هم په تېرو انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ يوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG