لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په مردان کې د دوو ترهګرو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په مردان کې یې دوه ترهګر وژلي دي. مردان کې وخت په وخت په پوليسو د بريدونو وژونکې پېښې کيږي او د زياترو زمه وارۍ پکې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د پوځ له قوله ویلي، "په مردان کې د استخباراتو په اساس عمليات شوي، د ډزو تبادله کې دوه ترهګر وژل شوي دي".

ويل شوي، "د وژل شوو ترهګرو څخه وسله او چاودېدونکي مواد ترلاسه کړی شوي او دوی په علاقه کې د ترهګرۍ په څو پېښو کې ککړ وو".

د يادو عملياتو په اړه او وژل شوو "ترهګرو" په اړه نور جزيات نه دي ويل شوي او نه دا ويل شوي چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته هم کوم تاوان اوښتی دی.

پاکستان کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

د خېبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دغه ډول عملیات او پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د بریدونو خبرونه کم مخې ته راځي خو دغلته وخت په وخت داسې پېښې کيږي او زیاتره پکې پوليس په هدف کولی شي.

په مردان کې په پوليسو د زیاترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي، زياتره پېښې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، وزيرستان او بلوچستان صوبو په بېلابيلو علاقو کې کيږي.
حکومت او پوځ دعوې کوي په ملک کې به امنيت په ځای کولی شي.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه ۱۰۲ فيصده سېوا شوي دي.

‎په رپورټ کې ویل شوي، په جنورۍ ۲۰۲۴م کې په ملک کې ۹۳ وسله وال بريدونه شوي، ۹۰ کسان په کې وژل شوي، ۱۳۵ ژوبل شوي او ۱۵ تښتول شوي دي. د پيکس د رپورټ ترمخه، تېره میاشت په وژل شوو کې ۴۱ ملکي وګړي، ۳۷ امنیتي اهلکار او ۱۲ وسله وال شامل وو، دغه ډول ۸۱ ملکي وګړي او ۵۴ امنیتي اهلکار ژوبل شوي هم دي.

‎په رپورټ کې ويل شوي، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، دغلته په ۳۳ بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي دي.او خېبرپښتونخوا کې په ۳۰ بريدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۱ ژوبل شوي دي. د رپورټ ترمخه په قبايلي ضلعو کې تر ټولو زياتې وژنې شوي دي، په 24 بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG