د اوکراين پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، د روس د سمندري ځواک غټه بېړۍ/کشتۍ يې د روس د ولکې لاندې کريميا ته نزدې په تور سمندر کې تباه کړې ده.
د اوکراين پوځ د دغې بېړۍ پېژندګلو د سیز کونيکوف په نوم کړې چې د بريد په مهال د الوپکا ښار سره نزدې وه.
روس په سمدستي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د اوکراين ځواکونو دوه کاله وړاندې د روس لخوا پېل شوې جګړې راهسې په تور سمندر کې د روس څو کشتۍ تباه کړي دي.
او د روس د فاع وزارت ویلي، هوايي ځواک یې د شپې په وخت په تور سمندر کې د شپږو اوکرايني ډرون په ګډون نهه ډرون تباه کړي دي.
د شورو په ورځ د اوکراين چارواکو ويلي، د روس د تېرې شپې په بريدونو کې د اوکراين ختيځ ښار دونتسک کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د سيليدوف ښار انتظاميې په ټيليګرام ویلي، د روس په بریدونو کې نهه ودانۍ او يو روغتون هم اغېزمن شوي دي، درې تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
د سيمې ګورنر وادېم فلشکن په ټيليګرام ويلي، د روغتون په نخښه کېدو وروسته 100 تنه ناروغان نزدې بل روغتون ته منتقل کړل شوي دي.
د اوکراين په ختيځ کې د جګړې نه وړاندې د سيلدوف ښار ابادي د 20,000 نه زياته وه.
د اوکراين چارواکو په وروستيو اوونيو کې په سيمه کې د بريدونو زياتېدو خبر ورکړی دی.
(د دې خبر معلومات د اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي دي)
Forum