د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند يو ځل بيا پاکستان کې په ترسره شوو انتخاباتو کې د درغليو او بندنظمۍ په اړه لګېدلو تورونو د پوښتنې په ځواب کې ويلي، "مونږ د دغو تورونو د پلټنو دپاره غږ کړی او ګڼو چې په دغه لړ کې به سم قدم پورته کړل شي، او د بدنظمۍ په اړه يواځې د پاکستان نه، چې چرته هم وشي زمونږ ځواب ورته دغه وي".
پاکستان کې د حکومت جوړولو په اړه خبري غونډه کې پوښتنې ته په ځواب کې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيو ميلر ويلي، "دا د پاکستان کورنۍ معامله ده، د حکومت جوړولو پرېکړه د امریکې نه، بلکې پاکستان به یې په خپله کوي".
پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې په ملک کې دننه سياسي ګوندونو د نتيجو بدلولو او درغليو کېدو تورونه لګوي، او امريکې، برتانيې او يورپي يونين هم په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو د ګډون په نشتوالي او موبايل ټيليفون او انټرنېټ په بنديز ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د انتخاباتو په وخت د ناامنۍ پېښې شوي، موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی وو. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، انټرنېټ د ترهګرۍ د خطرې له امله بند کړی شوی وو.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په 12مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو په کې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.
د پاکستان د انتخاباتو په اړه نړيوالو څرګندونو ته په غبرګون کې نوموړي ويلي وو، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.
هغه ويلي وو، که د انتخاباتو په اړه پلټنې کوي هم، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.
د پاکستان الېکشن کمېشن هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.
الېکشن کمېشن هم په 12مه فرورۍ د انتخابي عمل په اړه تفصيلي بيان کې ويلي، "الېکشن کمېشن د درغلو تورونه يکسره ردوي د يوې نيمې پېښې نه انکار نه کوي او د هغې دپاره خپل فورمونه شته الېکشن کمېشن هلته شکايتونه اوري او سمدستي فېصلې پرې اوروي".
پاکستان کې د انتخاباتو وروسته د مرکزي او صوبايي حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند او اېم کيو اېم ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو خبرې روانې دي او پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دعوه کوي چې په مرکز کې به حکومت جوړوي.
د حکومتونو جوړولو سره پاکستان کې بېلابيلو سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو لګولو په سر د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجونه هم کوي.
Forum