لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د قطر په غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې خو طالبان وایي د ګډون لپاره شرطونه لري


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه اعلان کړي او وایي که شرطونه یې ونه منل شي نو دا غوره ګڼي چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

ددې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فرورۍ پر 14مه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، مولوي امیرخان متقي دا شرطونه په کابل کې د روسي فیډرېشن له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د لیدو په وخت اعلان کړي دي.

بلخي وایي د بهرنیو چارو وزیر سفیر ته وویل، چې حکومت یې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره له نژدې په تماس کې دی او د دوحې په ناسته کې د دوی د پلاوي د ممکنه ګډون د شرطونو په اړه یې ورسره خپل نظر شریک کړی دی:

"متقي صاحب وویل، که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت [د طالبانو د حکومت] او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی".

عبدالقهار بلخي د خپل حکومت د شرطونو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو وایي مولوي امیرخان متقي ویلي چې حکومت یې په دې اړه د دوحې غونډې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت دی، خو که د "طالبانو د حکومت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼي".

په کابل کې د روس سفارت پر خپله ایکس پاڼه تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د عبدالقهار بلخي په وینا د روس سفیر ویلي چې د طالبانو د حکومت دریځ یې درک کړ او هغه به له ماسکو سره شریک کړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېرش په بلنه د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو ادارو د استازو دویمه نړیواله مشاورتي غونډه د قطر په پایتخت دوحه کې د فرورۍ پر 18 او 19 جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک وایي د غونډې یو مقصد په دې اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله کول دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دوی سره د اړیکو په اړه د نړۍ فکر څه دی. ډوجاریک وي او اې ته ویلي:

"دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړو استازو ته دا موقع ورکړي چې په یو ځای د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د استازو په ګډون له اړوندو ښکېلو غاړو، د مدني ټولنې له افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره وویني".

د ملګرو ملتونو په دې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د شرطونو خبر لومړی د ایران د صدر ځانګړي استازي او په کابل کې د تهران سفیر حسن کاظمي قمي د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپل ایکس ورکړی وو.

ښاغلي قمي په غونډه کې د طالبانو د ګډون د شرطونو په اړه تفصیل نه وو ورکړی خو دومره یې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د دوحې په غونده کې د خپلو استازو د ګډون لپاره دوه بنیادي شرایط لري.

ملګرو ملتونو ویلي ددغې غونډې هدف په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزوونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغوونکي ډول نړیواله بوختیا زیاتېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په کوربتوب د تېر 2023م کال په مې میاشت کې هم د افغانستان په اړه لومړۍ مشاورتي غونډه شوې وه چې پکې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو د لومړۍ غونډې د جوړېدو هدف "له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاسرسی" ښودلی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG