د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د وړومبي ځل دپاره د زیارت/پنجشنبې په ورځ البانیا هېواد ته سفر وکړ چې د خارجه وزارت د چارواکو په وینا، دا سفر د بالکان سیمې د هغه ملک سره "د امریکا د مضبوطه تعلقاتو دوباره تصدیق" په لړ کې ترسره شوی دی.
بلېنکن د دواړو ملکونو ترمنځ د "غیرمعمولي شراکت دارۍ" په اړه خبرو کې، البانیا په دې وستایله چې د اوکراین د اوکراین د خودمختارۍ ساتلو په حقله یې څه دریځ غوره کړی، او همدا راز په ۲۰۲۳ کې یې چې د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل په مشرۍ کې څه کردار ادا کړی و. هغه البانیا "په مغربي بالکان کې د استحکام یو اهم شریک او د اوکراین د خودمختارۍ او علاقائي سالمیت په ملاتړ کې یو کلک اتحادي" وبللو.
د البانیا په سرښار، تیرانا کې د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن تود هرکلی وشو او په غټو ودانیو د بلېنکن پوسټرې لګېدلې وې. بلېنکن په تېرانا کې د البانیا د وزیراعظم اېډي راما او د صدر بیرام بیګاج او نورو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.
صدر بیګاج د بلېنکن لیډرشپ وستایلو او د "البانیا، کوسوو، او خطي دپاره" یې د امریکا د انتظامیې له کارونو مننه وکړه. بلېنکن هم د مننې اظهار وکړو او د امریکا او البانیا ترمنځ تعلقات یې د جیوپولیټیکو چلېنجونو سره د مقابلې دپاره ډېر اهم وبلل.
د امریکا او البانیا ترمنځ د تعلقاتو د پیاوړي کولو هڅې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې تیرانا غواړي په یورپي اتحاد کې شامله شي. البانیا د نېټو د پوځي اتحاد غړیتوب هم لري. همدا شان ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په آخره کې البانیا د اوکراین د حالاتو په اړه د یو نړېوال کنفرانس کوربه هم وي او د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي به هم هلته ورځي.
بلېنکن د خپل سفر په ترڅ کې د یو شمېر البانیایي ځوانانو سره هم وکتل. د ځوانانو له فورم سره د بلېنکن دا ملاقات په تيرانا پېرامېډ کې وشوه، چېرته چې یو وخت د البانیان د پخواني مشر انور خوجه یادګار و، مګر وروستو د تعلیم او اختراع په یو مرکز بدل کړی شو. انور خوجه یو وخت نړۍ کې د البانیا د علیحدګۍ یا تنهایۍ سبب شوی و.
د ځوانانو سره د بلېنکن د لیدنې دستوره، د "امریکا-البانیا د تعلقاتو د مستقبل جشن" په نوم یاده شوې وه، او په دې کې بلېنکن د غونډې د منتظمینو نه د دوه اړخیزو تعلقاتو د پاللو په خاطر مننه وکړه او د وزیراعظم راما د مشرۍ په ستایلو کې یې، هغه "یو غیرمعمول قاید او یو غیرمعمول شراکت دار" وبللو.
بلېنکن به د البانیا د سفر نه پس، د جرمني میونیخ ښار ته ځي، چېرته چې هغه به د نایب صدرې کمالا هېرس په مشرۍ د امریکایي پلاوي سره یوځای، د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.
Forum