لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ وایي چې امریکا به د انډونیزیا د انتخابي نتایجو "احترام" وکړي


پخواني پوځي جنرال پرابوو سوبیاتو په انتخاباتو کې د کامیابۍ دعوه کړې ده
پخواني پوځي جنرال پرابوو سوبیاتو په انتخاباتو کې د کامیابۍ دعوه کړې ده

سپینې ماڼۍ د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د انډونیزیا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به مني، کوم کې چې یو پخوانی پوځي جنرال پرابوو سوبیانتو د کامیابۍ دعوه کړې ده. سوبیانتو د یوې لسیزې نه زیات امریکا ته د سفر کولو نه منعه کړل شوی و، ځکه په هغه باندې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ تورونه لګېدلي و.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د سپینې ماڼۍ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې امریکا غږ ته وویل: "مونږ به په یو مناسب وخت کې د مبارکۍ پیغام ورکړو. تاسو ته کومه کره نېټه یا وخت نشم ښودلی، ځکه زه پوهېږم چې نتایج لا تر اوسه هم راروان دي. مونږ به د رایو او د انډونیزیا د خلکو د غږ احترام وساتو."

د سروې کولو د څو ادارو ابتدائي شمېرنو ښودلې ده چې پرابوو سوبیانتو د خپلو سیالانو انیس باسوېدان او ګنجر پرانوو په نسبت ډېر ښه ځلېدلی او د پنځوسو فیصدو زیاتې رایې یې ګټلي دي. د پنځوسو فیصدو نه زیاتې رایې په دې معنا چې دویم دور ته د انتخاباتو د تللو حاجت نشته.

ټاکل شوې ده چې د انډونیزیا د انتخاباتو کمېسیون د ټولټاکنو رسمي نتایج راتلونکې میاشت خپرې کړي. مګر پرابوو ادعا کړې ده چې هغه انتخابات ګټلي دي، او په پایتخت جاکارتا کې یې خپلو زرهاوو پلویانو ته وویل چې دا "د ټولو انډونیزیاییانو کامیابي" ده.

په کال ۲۰۲۰ کې، د ټرمپ حکومت په پرابوو باندې امریکا ته د راتګ بندیز لېرې کړ. هغه په دې دلیل امریکا ته د سفر کولو منع ګرځول شوی وو چې ورباندې د بشري حقونو تورونه و، په شمول د دې چې په ۱۹۹۸ کال کې یې ګني د ډېموکراسۍ طرفداره فعالان اغوا کول او شکنجه کول یې. هغه وخت د پرابوو خسر، صدر سوهارتو له واکه لېرې کړای شو. همدا راز په پرابوو باندې تور و چې په ایسټ ټېمور کې یې پوځي جرایمو کې لاس درلود.

کله چې د امریکا غږ خبریال د جان کربي نه دا پوښتنه وکړه چې آیا د بایډن حکومت د پرابوو سابقو کارنامو سره څه ستونزه نلري، نو کربي یادونه وکړه چې بشري حقونه د بایډن د خارجي پالیسۍ "اساسي بنیاد" جوړوي.

جان کربي وویل: "داسې هېڅ کومې خبرې اترې نشته چې هغه (بایډن) د نړۍ په هېڅ برخه کې یې د کوم خارجي مشرانو سره ولري او هغه کې د بشري حقونو او مدني حقونو په هکله مسئلې را اوچتې نکړي. دا رویه به نه بدلیږي."

پرابوو ژمنه کړې ده چې د اوسني ولسمشر، جوکو ویدودو ډېرو مقبولو پالیسیو ته به ادامه ورکوي. جوکو ویدودو د "اقتصاد اول" شعار لاندې حکومت چلولی او دا د عصري کولو یا مډرنایزېشن اجنډا ده چې د انډونیزیا د داخلي پیداوارو کچه یې په تېزۍ سره زیاته کړې او انډونیزیا یې چې د نړۍ څلورم ډېر نفوس/آبادي لرونکی هېواد دی، د متوسط آمدن لرونکو ملکونو په کتار کې راوستی دی.

جوکو ویدودو په مخکینیو انتخاباتو کې پرابوو ته ماتې ورکړې وه، مګر سږ کال یې د خپل مشر زوی د لارې، د خپل دغه پخواني سیال ملاتړ وکړ. د جوکو ویدودو ۳۶ کلن زوی جبران راکابومینګ راکا سږکال په انتخاباتو کې د پرابوو د نایب صدر په توګه کاندید شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG