لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین او فرانسه په پاریس کې دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیکوي


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ په پاریس کې دی، چېرې چې ټاکل شوې ده فرانسه او اوکراین به دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون دفتر دغه پرمختګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان کړ خو د تړون په اړه یې نور تفصیل ور نه کړ.

د زېلینسکي د سفر پر وخت به مکرون "یو ځل بیا د فرانسې دا ژمنه تازه کړي چې له اوکراین او د اوکراین له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي د اوږده وخت لپاره او له ټولو شریکانو سره."

د زېلینسکي دفتر ویلي، چې دی به همدارنګه د جرمني له چانسلر اولاف شالز سره د لیدنې لپاره د جمعې په ورځ جرمني ته سفر وکړي.

دغه لیدنه په دې اونۍ کې د ډېرو نړیوالو غونډو په منځ کې ترسره کېږي چې په هغو کې د شنبې یا خالي په ورځ‌ د مونیخ امنیتي کانفرانس هم دی چې زېلینسکي به پکې ګډون وکړي.

د ناټو دفاع وزیرانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په برسلز کې لیدلي چې په دې خبرې وکړي چې څنګه له اوکراین سره د روس د یرغل په وړاندې خپلو مرستو ته دوام وکولای شي.

د ناټو مشر ینز سټالټنبرګ د زیارت په ورځ وویل، متحدین اړتیا لري چې خپل دفاعي تولیدات زیات کړي، "تر څو دا باوري کړي چې اوکراین د خپلې اړتیا وړ وسلې، ګولۍ او نور وسایل ترلاسه کړي."

سټالټنبرګ همدارنګه وویل، دی تمه لري چې د امریکا کانګرس به پر نوې قانوني مسودې باندې چې له مخې به یې اوکراین سره مالي‌ مرسته کېږي موافقه وکړي.

د ناټو مشر خبریالانو ته ویلي، "د اوکراین ملاتړ خیرات نه دی بلکه له اوکراین سره مرسته زمونږ په امنیت کې یوه پانګونه ده."

سټالتنبرګ همدارنګه وویل،‌ چې په توره بحیره کې د د روس په یوې سترې بیړۍ باندې د اوکراین برید د اوکراین له پوځ سره د مرستو اغیز څرګندوي.

سټالټنبرګ خبریالانو ته وویل،

"تېره ورځ اوکراینیانو په بریالۍ توګه د روس په سمندري بیړۍ برید کړی، له دې څخه د اوکراین د وسلوالو ځواکونو وړتیا او مهارت څرګندېږي او هغوی د روس له کرښو دننه هم ژور بریدونه کړي."

د اوکراین پوځ دغه کښتۍ د سیسار کنیکوف په نامه یاده کړې او ویلي یې دي چې د برید پر وخت د کرایمیا د الوپکا له ښار سره نېږدې په اوبو کې وه.

کله چې له کرملن څخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ددغه برید په اړه پوښتنه وشوه نو هغوی کومه تبصره و نه کړه.

اوکرایني ځواکونو د روس د یرغل راهیسې په توره بحیره کې تر اوسه پورې ګڼې سمندري بیړۍ له منځه وړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG