لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لویدیځ مشرانو او په روس کې مخالفو فعالانو په زندان کې د مخالف سیاسي رهبر الېکسي نوالنې د مړینې په اړه سختې نیوکې کړي


واشنګټن- د لویدیځ مشرانو او په روس کې مخالفو فعالانو د جمعې په ورځ بې له ځنډ څخه د مخالف بندي رهبر الېکسي ناولني د مړینې تور په ولسمشر ویلادیمیر پوتین اچولې.

اسوسېټېډ پریس لیکي چې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ویلي، "دا ښکاره ده چې هغه د پوتین لخوا وژل شوی."

هغه زیاته کړه، "پوتین یې پروان نه کوي چې څوک مړ کېږي. د هغه لپاره یواځې دا مهمه ده چې خپله څوکۍ وساتي.‌ پوتین باید هر څه بایلي او د خپلو اعمالو لپاره مسول وبلل شي."

د جرمني چانسلر اولاف شالز چې هېواد یې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ناولني په زهرو د ککړوالي درملنه کوله د کرملن ددغه ناقد بهادري وستایله او وویل، د هغه مړینې دا ښکاره کړه چې "دا څه ډول رژیم دی."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې

د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په مونیخ امنیتي کانفرانس کې د ناولني له مېرمنې یولیا ناولني سره لیدلي دي.

په بیان کې راغلي، چې بلېنکن له اغلې ناولنۍ غمرازي ښودلې او ویلي یې دي که چېرې د الېکسي ناولني مړینه ريښتیا وي نو روس یې په مړینه کې مسول دی.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن ماسپښین د نوالنې د مړینې په اړه څرګندونې وکړي.

الېکسي نوالني چې د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو سرسخت دوښمن ګڼل کېده د ۴۷ کالو په عمر د جمعې په ورځ په زندان کې مړ شوی دی.‌

نوالني د حکومتي‌ فساد پرضد ولاړ وو د کرملن پرضد یې لوی لاریونونه کړي و.

د روس د زندان چارواکو په یو بیان کې ویلي، چې نوالنې د جمعې په ورځ له قدم وهلو وروسته ښه نه و او بې هوښه شو.

دوی وايي، له هغه سره د مرستې لپاره امبولانس ورسېد خو هغه مړ شو.

د نوالنې د ډلې لخوا د هغه د مړینې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

نوالنې ته د ترهګرۍ د تورونو له امله د ۱۹ کاله بند سزا ورکړل شوې وه او ډیسمبر کې د وېلادیمیرسیمې له زندان څخه د روس یو ځانګړي زندان ته انتقال کړای شوی وو کوم چې لا سخت امنیتي تدابیر لري.

د هغه ملګرو د نوالنې د انتقال په اړه ویلي و چې دا د نوالنې د خاموشه کولو لپاره یوه بله هڅه ده.‌

په خارپ نومي ځای کې دغه نوی زندان په یو داسې ځای کې دی چې هوا پکې ډېره زیاته سړه ده.

نوالنې د ۲۰۲۱ د جنورۍ راهیسې په زندان کې دی. تر دې مخکې نوموړی له جرمني څخه د خپلې درملنې نه ماسکو ته ستون شوی وو.

هغه تور پورې کړی و چې کرملن ورته زهر ورکړي و.

له نیول کېدو مخکې هغه د حکومتي فساد پرضد کمپاین کاوه، د کرملن پرضد یې لویې مظاهرې ترسره کړې او ټاکنو ته ودرېده.

له هغې راوروسته هغه ته د زندان درې سزاګانې اورول شوې دي کومې چې هغه رد کړي‌ او وايي سیاسي انګېزه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG